اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو په وزارت كښې د نېشنل ايكشن پلان په اړه د اعلٰی كچ غونډه كښې ګډون كونكو د صوبو او وفاق ترمينځه شريكو رابطو قوي كولو ته سلا شوي۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد په اړه د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د آزاد كشمير وزيراعظم٬د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬د ګلګت بلتستان اعلٰی وزيرانو٬د خېبرپښتونخوا ګورنر٬صوبائي چيف سېكتر٬د قامي سلامتيا صلاحكار٬د نادرا چيئرمېن ګډون كولو۔په غونډه ګښې د قامي سلامتيا سلاحكار بريفنګ وركړو۔د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه غونډه خبر كړه چې د هېواد دښمن عناصر او افغانستان ته منتقل شوي٬هلته بهرني استخبارتي ايجنسۍ او عسكريت خوښي د هغوي مرسته كوي۔ده ووئيل د كركې خپرونكي مواد٬د لوډ سپيكر غلط استعمال او د شرخوښو مرستيالو په ضد كاروائۍ روانې دي۔په دې موقع داخله وزير احسن اقبال ووئيل چې د ترهه ګرۍ ختمولو له وفاق٬صوبې او امنيتي ادارې يو موټې دي۔نېشنل ايكشن پلان د قامي قيادت وژن دې۔ده ووئيل قوي معيشت له امن ته اړتيا ده۔د اتومي طاقت په حېث پاكستان يو جلا حېثيت لري۔ده ووئيل ټولو له به په ګډه د خطرو مقابله كول وي٬ده ووئيل علماﺀ له به قامي بيانې مرتب كولو كښې كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل ټول وسائل كارولو سره به مونږ له د سي پېك پروژې كاميابول وي۔د سي پېك پروژې په ضد ټول سازشونه به ناكامه كولې شي۔ده ووئيل د نېشنل ايكشن پلان جاج اخستلو له به د صوبائي وزيرانو٬داخله وزيرانو او اعلٰی وزيرانو هر دوه مياشتې پس باقاعده غونډه كېږي۔ده د كالعدم تنظيمونو په هلو ځلو د نظر ساتلو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان ځوانان به پھ هېواد كښې د امن سفيران جوړولې شي۔د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه په وړومبي ځل د اعلٰی وزيران نېشنل ايكشن پلان غونډه كښې د رابللو پريكړه وستائېله
متعلقہ مضامین
-
FM urges ulema’s role in Muslim unity, shunning sectarianism
-
Reference against Dar adjourned till May 26
-
No increase in taxes or tariffs: Pakistan to IMF
-
PCB completes first phase of vaccination for players and staff
-
14 Radio Pakistan transmitters burnt, disrupting transmission in Larkana
-
Shehbaz tried to flee Pakistan in the dead of night: Farrukh Habib
-
Polio-virus not found in most sewage samples in recent tests: sources
-
Don’t let your guard down against COVID-19: President to countrymen
-
Govt taking steps to help deserving people: Dr Firdous
-
Fawad seeks ideas to redesign state emblem of Pakistan
-
‘I am Pakistan’s PM and #We stand with Palestine’
-
Governor urges UN to take action against brutality of Israel in Palestine