مکه مکرمه ۔20مئی (اے پي پي) د مذهبي چارو وزير چوهدري سالک حسین وئېلي دي د پاکستان حج مشن حج كوونكو ته د اسانيو وركولو په لړ كښې مثالي كار كوي ۔ دا خبره ده مکه مکرمه كښې د پاکستان حج مشن غونډې مشرۍ كښې وكړه ۔ وفاقی وزیر سپارښتنه وكړه چې د حج كوونكو اسانيو لپاره ټول تر لاسه وسائل وكاروئ۔ډي جي حج وفاقی وزیر ته د روان حج آپریشن 2024 په اړه بریفنګ وركړو۔ډائریکټر حج میډیکل مشن بریګیډیئر جمیل لاکھیر، ډائریکټر معاونین اصغر یوسفزئۍ، ډائریکټر حج مکه فهیم آفریدي او نور چارواكي هم په دې مهال موجود وو ۔ د دې نه وړاندې د پاکستان حج مشن مکه مکرمه ته په رسېدو ډي جي حج عبد الوهاب سومرو د وفاقی وزیر هر كلے وكړو ۔ د مذهبي چارو وفاقی وزیر چوهدري سالک حسین مکه مکرمه كښې د منیٰ، عرفات او مزدلفه دورہ وكړه او پاکستانو حج كوونكو له د وركوونكو اسانيو ئې جاج واغست ۔چوهدري سالک ووئېل د پاکستان حج کوونكو ته غوره سهولیات ورسولو ته پام لرنه كوو ۔ ده ووئېل د حج كوونكو خدمت عبادت دے ۔ ده ووئېل حج كوونكو ته به د وړاندې څخه هم زيات ښه سهولیات وركولې شي ۔ وفاقي وزیر کمپنۍ ته هدایت وكړو چې په منیٰ كښې خیمو كښې د ګرمۍ نه ساتنې لپاره انتظامات وكړئ۔ په دې مهال د پاکستان حج مشن او سعودي چارواكو وفاقي وزیر ته د پاکستان حج کوونكو ته په وركوونكو اسانيو بریفنګ وركړو
متعلقہ مضامین
-
Chairman HEC asks universities to conduct solution oriented research
-
Bugti determined to make Pakistan a drug-free country
-
Pakistan rejects Indian bid to hold G20 meeting in IIOJK
-
PM felicitates COAS on conferment of King Abdulaziz Medal
-
Pakistan ready to work with BRIC states on global challenges: FO
-
LHC orders ECP for issuance of notification of reserved seats
-
Pakistan braces for another potential Covid-19 wave
-
Pakistan, Saudi Arabia to turn ties into strategic partnership
-
PMC reduces passing percentage for dental programs
-
Indian journalist detained for exposing BJP leaders’ anti-Islam speeches
-
Elections will be held in October, says Sh Rasheed
-
LHC adjourns petitions against CM Hamza’s election till June 29