اسلام آباد۔11مارچ (اے پی پی) د سېنېټ ټاكنو كولو له الېکشن کمېشن خپلې تياريانې بشپړ كړې دي٬ پولنګ به د اپرېل په 2 مه نېټه كيږي۔ په كال 2018 كښې ټاكلې شوي 52 سېنېټرز د خپلې 6 كلنه مودې ترسره كولو څخه وروستو په 12 مارچ ريټائرډ شي۔ د پخوانۍ فاټا څخه د ټاكلې شويو 4 سېنېټرز لوخوا په خالي شويو چوكو به د سېنېټ ټاكنې نه كيږي ولې چې په كال 2018 كښې د پخوانۍ فاټا په خېبر پوښتونخوا صوبه كښې ضم كېدو څخه وروستو په سېنېټ كښې فاټا لپاره بېل كړې شوي نشستونه د 25 مې آئيني بدلون لمخې ختم شوي دي۔ له دې كبله د سېنېټ ټاكنې به په 48 نشستونو كولې شي۔ د ګل په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې نشستونو كښې 29 عمومي نشستونه ، 8مېرمنو لپاره بېل كړې شوي نشستونه ، 9 علماء كرام/ټېکنو کرېټ لپاره او 2 غېر مسلمو لپاره دي۔ په دې نشستونو كښې د پنجاب 7 عمومي نشستونه ٬ 2 مېرمنو لپاره ٬ 2 علماﺀ كرام / ټېکنو کرېټ لپاره او نشست غېر مسلم لپاره دے۔ د سندھ 7 عمومي نشستونه ، 2 مېرمنو لپاره ٬ 2 علماء كرام /ټېکنو کرېټ او يو غېر مسلم لپاره دے۔ د خېبر پښتونخوا 7 عمومي نشستونه ٬ 2 مېرمنو لپاره ، 2 علماء /ټېکنو کرېټ او د بلوچستان 7 عمومي نشستونه ٬ 2 مېرمننو له ، 2 علماء /ټېکنو کرېټ له دي۔ په وفاقی پلازمينه كښې يو عمومي نشست او يو علماء/ټېکنو کرېټ لپاره دے۔ د الېکشن کمېشن لخوا د ټاكنو شېډول به په 14 مارچ جاري كولې شي او په دې لړ كښې به د نامزدګۍ كاغذونه نن د ګل ورځې څخه الېکشن کمېشن سېکرټرېټ او صوبائي الېكشن كمېشز څخه ترلاسه كولې شي۔ د كانديدانو د نامزدګۍ كاذونه به په 15 او 15 مارچ د اړوند ریټرننګ افسر په دفتر كښې جمع كولې شي۔ ټاكنې به په 2 اپرېل كيږي۔ نور معلومات د فون نمبر 9219335-051 دلارې ترلاسه كېدې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt, UNHCR verify 1.3 million Afghan refugees in Pakistan
-
PTI challenges ECP’s reserved seats ruling
-
Fix the country now, Imran challenges PM Shehbaz
-
Hajj-flight operations to start from Monday: Aviation Division
-
Fiji reports more COVID-19 cases
-
Pakistan urges rich nations to fulfil environment pledges
-
Ceremony for Baba Pervaiz Chishti’s collection ‘Saleeb-e-Sukhan’ held
-
CDWP gives nod to Rs 250 billion Chashma Right Bank Canal project
-
People of KP laud PM’s initiative of starting low-priced wheat flour
-
Govt to make ‘de-worming campaign’ a success in GB: Khurshid
-
Promotion of Pak-US trade ties and investment in Pakistan foremost priority: Masood Khan
-
CM Punjab election case: LHC seeks replies from Hamza Shehbaz