بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د پاكستان حكومت ګرد هېواد كښې د انفراسټرکچر ودې لپاره اقدامات كوي، پاکستان كښې د ټرانزېشنل اکانومي جوړولو او په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د رېلوے او روډ انفراسټرکچر ډېر ضروري دے۔ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخئ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چائنا كمميونيکيشنز کنسټرکشن کمپنۍ سي اي او وانګ هائي هوائي او د چائنا روډ اينډ برج کارپورېشن چيئرمېن سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ دوي سره ملاقات كولو ۔ په دې موقع ده ګډون كوٶنكې د سي پېك له مخې د سي سي سي سي او د سي آر بي سي په پاکستان كښې د جاري منصوبو نه خبرل كړل۔ دغسې ګډون كوٶنكو په پاکستان كښې د انفراسټرکچر تعمير، د تجديد وړ توان او په نورو څانګو كښې د خپلې سرمايه كارۍ په زياتولو كښې خوښي ولرله۔ وزيراعظم د چين كمپنو ته په پاکستان كښې د منصوبو ډاډګيرنې او د دوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لا زياتولو په اړه خبرې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت ګرد هېواد كښې د انفراسټرکچر ودې لپاره اقدامات كوي، پاکستان كښې د ټرانزېشنل اکانومي جوړول او په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره رېلوے او روډ انفراسټرکچر ډېر ضروري دے۔دغسې وزيراعظم د چين کمپنو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو هركلے وكړو
متعلقہ مضامین
-
Four snatchers arrested, 6 stolen motorcycles recovered
-
Seeking fresh mandate normal democratic practice: Fawad
-
CM for laying foundation stone of Swat Motorway Phase-II next week
-
Robot vacuums used to clean, sanitize roof of Holy Kaaba
-
Parliament dissolution deprives Pakistanis of right to choose govt: HRW
-
PML-N says early election not a problem
-
Court adjourns reference against Zardari till 18th
-
ECP fully aware of constitutional responsibilities
-
Railways lease over 4,517 acres land to earn profit
-
Road being reconstructed at Mohsin Bhopali underpass in Nazimabad: Wahab
-
ECP is bound to conduct elections in 90 days: AGP
-
Victory of democracy