اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف وئيلي دي د عمان سلطنت د اړخه ګوادر پاکستان ته منتقل كول د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكو او ځانګړې ملګرتيا څرګندونه ده، 8 دسمبر د هېواد د تاریخ يوه مهمه ورځ ده ،65 كاله وړاندې په نن ورځ ګوادر د پاکستان په رسمي توګه برخه ګرځېدلې وه، ګوادر پاکستان كښې د کراچۍ پورټ نه پس دويم ژور بندر ځاے دے، په كوم چې د پاك چین په مرسته كار په تندۍ سره روان دے ۔د قامی اسمبلۍ سپیکر د دې خيالاتو څرګندونه د یوم الحاق ګوادر په موقع په خپل پیغام كښې كړې كومه چې هر كال په 8 دسمبر په ټول هېواد كښې لمانځلې كېږي۔ده ووئيل د ګوادر د الحاق ورځ لمانځلو مقصد د ګوادر تاریخی پس منظر او د هغې اسټریټجکي اهمیت او افادیت رامخې ته كول دي۔ده ووئيل ګوادر يو اسټریټجکي محل وقوع لرونكے بندر ځاے دے كوم چې د مهمې سمندری لاري رالنډولو سره سره د خپل اسټریټجکي چا پېريال په وجه د تجارتي هلو ځلو مهم مركز ګڼلے كېږي۔ده ووئيل د دې منصوبې له مخې بندر ځاے جوړولو نه علاوه دغلته د ګوادر نه تر خنجراب ستره لاره جوړول دي په كومه چې تر ډيره حده كار شوے ۔ده ووئيل د ګوادر بندر ځاے بشپړيدو سره به د چين سره سره د افغانستان او مينځني اسياﺀ رياستونو څيزونو ته لنډه لاره نړيوالو منډيانو ته ترلاسه شي۔
متعلقہ مضامین
-
DC orders to seal six illegal bus, wagon stands
-
Govt. launches Gender Policy Framework 2022
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
306 new cases of Covid-19 reported
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM
-
306 new cases of Covid-19 reported
-
DC for comprehensive crackdown against encroachment
-
Used phones sale by non-locals banned in Karachi
-
LCBDDA auctions Pakistan’s first planned downtown
-
Pakistan Festival for Learning inaugurated
-
675 Kashmiri women killed, 23,000 widowed since 1989: Mushaal