اسلام آباد 21نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د پولينډ آزادۍ ورځې او د وسله والو ځواكونو ورځ په موقع د پاكستان حكومت او پاكستاني اولس لخوا د پولينډ حكومت او اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي پاكستان پولينډ سره تجارتي٬معاشي او سرمايه كارۍ څانګو كښې خپلو اړيكو ته پراختيا وركولو له خوښي لري٬ د پولينډ سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه مستفيد كېدے شي٬د پاك فضائيه پرمختګ كښې د پولينډ پائلټس په كردار د پاكستان اولس وياړ لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پولينډ آزادۍ ورځ او وسله والو ځواكونو ورځ په موقع د پولينډ سفارت لخوا راجوړې كړې دستوې ته د خاص مېلمه په حېثيت په خپل خطاب كښې كړې۔ نګران وفاقي وزير ووئيل پاكستان پولينډ سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه باقاعده مشاورت څخه په بېلو كچو د مرستې لارې هوارې شوي كومې چې د ډاډګيرنې وړ دي۔ده ووئيل د پاكستان او پولينډ ترمينځه د اړيكو استحكام لپاره پولينډ او اسلام آباد كښې د موجوده سفارتخانې مهم كردار لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پاك فضائيه پرمختګ كښې د پولينډ پائلټس په كردار د پاكستان اولس وياړ لري۔ده ووئيل پاكستان پولينډ سره تجارتي٬معاشي او د سرمايه كارۍ څانګو كښې خپلو اړيكو ته پراختيا وركولو له خوښي لري٬ د پولينډ سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه مستفيد كېدے شي٬تېر كال د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم 899 ملين ډالره ؤ ٬ ده ووئېل مونږ له به په دې كښې په زړه پورې اضافې له اقدامات پكار دي۔ده ووئيل د پولينډ سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه مستفيد كېدے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Sindh govt to vaccinate animals affected by lumpy skin disease
-
First Capital Group celebrates International Women’s Day
-
Weather surveillance radar inaugurated in Karachi
-
IMPORTANCE OF LAW EDUCATION IN PAKISTAN
-
Pak-China automobile JV creates more economic activities
-
China thanks COAS over secure environment for CPEC projects
-
Government confident & firm on political front: PM
-
Punjab police arrest father who shot newborn daughter 5 times
-
Honda arranges free medical camps
-
IHC clubs identical pleas in Naval Farms case
-
Wani dismayed over UNHCR’s inaction on Kashmir
-
Opposition unable to bring ‘vote of no confidence’: Faisal Javed