اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) پاکستان په هند زور رواړے دے چې ھغه دې په كشميريانو روان ظلم او زياتې ختم كړي دغسې چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وكارولې شي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي پروسيجرز يو ځل بيا د هندي قابض ځواكونو لخوا د جمو و كشمير د خاص حېثيت منسوخ كولو او په مقبوضه سيمه كښې د خبريالانو پشمول د سول سوسائټۍ په غړٶ٬ د بشري حقونو په كاركنانو او سياسي شخصياتو د بنديز په لګولو سخته اندېښنه ښكاره كړې ده۔ وياندې ووئيل د دې اندېښنو څرګندونه په اتم اګست كال 2023 كښې د ملګرو ملتونو په خاص رپورټ كښې شوې۔ وياندې ووئيل د ملګرو ملتونو خاص پروسيجرز د دې خبرې هم ذكر كړے دے چې هند د ترهګرۍ مخنيوي قوانينو د فرېم ورك او د نړيوال بشري حقونو د قانون خلاف ورزۍ كوي۔ د ملګرو ملتونو خاص پروسيجر د دې نه وړاندې هم په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو په انفرادي تورونو څو وارې غږ پورته كړې چې پكښې غېر قانوني حراست، د ماورائے عدالت وژنې پېښې ، جبري بې دركه كول٬ تشدد، ناروا سلوك، دړكې او د انتقامي كاروائيو سره سره د جمو و كشمير په رياست كښې د هيومن رائټس كمېشن ناڅاپي بندول شامل دي۔ كوم چې د منطقې خلقو ته د دوي د بشري حقونو او د بنيادي آزادۍ د خلاف ورزۍ ازالې او ځواب وركولو لپاره ډېر لږ قانوني مرسته وړاندې كړې۔ وياندې ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا تازه ترين بيان يو جامع دستاوېز دے چې پكښې د ترهګرۍ مخنيوي قوانينو له مخې په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د ګڼ اړخيزه خلاف ورزو احاطه شوې ده۔ وياندې ممتاز زهره بلوچ ووئيل دا دستاوېز په هند په مقبوضه كشمير كښې د سنګين صورتحال او د بشري حقونو د خلاف ورزيو له امله فرد جرم عائد كوي۔ وياندې ممتاز زهره بلوچ زور رواړو چې هند دې په كشميريانو جبر ختم كړي دغسې چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق وكارولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
USA, China and UK remain top 3 destinations of Pakistani exports during 6 months
-
Education vital for progress, prosperity of country: Asad
-
Anti-encroachment operation continues in Sukkur
-
SC takes up plea against delay in KP LG polls today
-
KP Government promoting unexplored archaeological sites
-
Opposition can’t get required numbers for no-confidence against Govt: Rasheed
-
Excise dept checks 9,000 vehicles: Chawla
-
Punjab CM condemns ban on hijab-clad female students in India
-
Pakistan sends over 3000 medical staff to Kuwait soon
-
WAPDA starts five dams construction after years halt
-
Unknown assailants threatened a man in Lahore’s Iqbal Town area
-
PM was right not to shake hands with Shehbaz: Gill