اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) سمندری طوفان بائپر جوائے پرله پسې مخ په وړاندې راتللو سره به د زيارت په ورځ د سندھ سوئيلي ختيزې سيمې كیټی بندر سره ټكر كېږي، كراچۍ ته د طوفان له امله نيغ په نيغه خطر نشته خو د تېزې سيلۍ او بارانونو په صورت كښې د دې اثرات په ښار پريوتې شي، د طوفان خطرے سره مخ سيمو څخه وګړي وېستلې شوي كوم چې محفوظ ځايونو ته رسولې شوي، دغسې ټولي اړوندې ادارې الرټ او د صورتحال مخنيوي لپاره چمتو دي،اولس دې د كوم ډول اړي ګري څخه ډډه كولو سره احتیاطی تدابیر خپل كړي د كوم چې مشوره وركړې شوې۔ وفاقی وزیرې سینیټري شیری رحمان او د نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی چیئرمېن لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ملك د شورو په ورځ د سمندری طوفان بائپر جوائے صورتحال او د هغې د مخنيوي لپاره د شويو اقداماتو په اړه د جاج غونډي نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ وفاقی وزیري ووئيل د سمندری طوفان بائپر جوائے شدت كم شوے دے خو دې سره اړوند خطرات اوس هم شته او د هغې له مخې ټول اقدامات كارولې كېږي۔دي ووئيل د بائپر جوائے نوعیت د زيات طوفان دې په دې كښې د سيلۍ٬ رفتار د ساعت په سر د 140 نه تر 150 كلومیټر دے دغسې د دې مركز كښې رفتار 170 كلومیټر دې۔دې ووئيل د سمندری طوفان چې د كومو لارو سره پیشګوئی شوې وه د هغې له مخې مخ په وړندې روان دې او دا به د زيارت په ورځ كیټی بندر ساحلی سيمي سره ټكر كېږي ، كراچۍ ته نيغ په نيغه د سمندر څخه كوم خطر نشته خو د دې اثرات په ښار پريوتې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Another female medical student found dead in Sindh
-
Pakistan launches national socioeconomic registry
-
Met department predicts more snow for Murree
-
Relief items dispatched for Balochistan
-
FM arrives in Romania on official visit
-
KCR, Shah Latif express are given to the private sector by Pakistan railways
-
Seminar on role of minorities held at IAC
-
Pakistan being put at stake for just $1 billion: Shehbaz
-
NETP to emerge as important player: Shibli
-
State to pursue Islamabad couple harassment case
-
ITP organize road safety workshop
-
COAS, US diplomat discuss Afghan situation