اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د 9 مئي پېښي په تاريخ كښې مثال نه لري كله چې د شهيدانو تحقیر وكړے شو،په پوځي تنصیبات بريد شوے ٬ د دې په شا منصوبه بندي او ناوړه مقاصد وو، د تشدد پېښو او په پوځي تنصیبات د بريدونو په لړ كښې په پاکستان تحریك انصاف د بنديز لګولو جاج اخلو،عمران خان پوځ خپل حریف ګڼلے، نيولے شوے ملزم وائي چې د دې منصوبو د وړاندې څخه منصوبه بندي شوې وه،د عمران خان په پورته كړو ګامونو په هند كښې خوشحالۍ لمانځلې كېږي۔د شورو په ورځ اسلام آباد كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د 9 مئي پېښو كوم شواهد چې رامخې ته شوي هغې څخه واضحه شوې چې دا هر څه د يوي منصوبي له مخې شوي،د هغه خپل وګړي د دې تصدیق کوي چې د دې منصوبي د يو كال راهسې منصوبه بندي شوې وه او زيات شواهد رامخې ته شوي او د هغه خپلو وګړو د دې اعتراف کړے چې عمران خان ځو ځل بریفنګ وركړے چې كه زه ونيولے شوم نو بيا په ردعمل كښې به داسي كو ئ، ده ووئېل دا د هغه آخري حربه وه،دا ډول عزائم د هند كيدې شي د كوم پاکستانی نه، ده ووئېل د عمران خان په دې اقدامات په هند كښې جشن لمانځلے شوے او دا وئيلي شوي چې زمونږ مفادات مخ په وړاندې بوتللے كېږي،تير وخت كښې مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټي ترمينځه هم اختلافات وؤ خو چري هم دا ډول انتها خوښي يا پوځ نه دې په نخښه كړے شوے، ده ووئېل عمران خان د خپل اقتدار په جنګ كښې پوځ فریق جوړوي۔ده ووئيل په 9 مئی د ناوړه مقاصدو له مخې د كور كمانډر په كور بريد شوے،پېښور كښې د ریډیو پاکستان ودانۍ سوزولې شوې ،د شهيدانو یادګارونه او پوځي تنصیبات په نخښه كړے شوي، ده ووئېل دا هر څه د يوي منصوبه بندۍ له مخې شوي۔ده ووئيل خپل پوځ په نخښه كول او د قام د وياړ وړ عسكرو او د شهيدانو په تحقیر د تحریك انصاف په ضد د بنديز جاج اخلو ٬ د دې لا پريكړه نه ده شوې ۔ ده ووئېل په تحریك انصاف د بنديز په اړه به پارلمان په باور كښې اخستلے شي۔د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل د 9 اپریل نه پس د عمران خان ټول اقدامات ناکامه شوي،هغه د اسمبلیو څخه استعفاګاني وركړې ، اسمبلۍ ئې ماتي كړي او استعفيٰ بيرته اخستلو او له او اسمبلیو بحالولو له عدالتونو ته تللے دے،د هغه ذهنی توازن ختم شوے، پخپلو اقدامات ئې خپل زيان كړے، د هغه د غلطو پريكړو بوجھ په ګوند پرېوتے، ده ووئېل په دې افسوس لرو چې څه ډول دغه شان لارښود د هغه په شا دومره وخت ولاړ وؤ،هغه سیاسی ورکر نه ؤ، د ووئېل هغه هڅه كوله چې مارشل لاء ولګي ٬ هغه په خپل چال كښې ناکامه راغلے،دا يوه جواري وه كومه چې بېلله۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د نړيوال سټیبلشمنټ كوم فشار نشته،مونږ خپل مفادات لرو
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, India exchange lists of prisoners
-
Shehbaz has to choose between London or jail
-
66 out of 179 mega corruption cases concluded: NAB chief
-
Paternal uncle kills a minor girl for making noise
-
4 dead , 15 injured in bus accident in Khairpur
-
Road mishap claims five lives in Khairpur
-
PTI did not disclose Rs310m funding to ECP: report
-
PM inaugurates Hakla-DIKhan motorway
-
PM welcome PTI’s funding scrutiny; says will lead to more ‘factual clarity’ for the nation
-
JKNF seeks early implementation of UNSC resolutions on Kashmir
-
PTI vindicated in foreign funding case: Farrukh
-
Police foil terror bid in Karachi