اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي كه عمران خان له “لائسنس ټو کِل” وركړې نو 22 كروړه اولس ته به “لائسنس ټو کِل وركول وي، هېواد سره په دښمنۍ كولو چا ته ريليف وركول د ترهګرۍ د ډاډګيرنې مترادف ده ، عمران خان د نېب په تاريخ كښې د جسماني ريمانډ وړومبے تورن دے چې په 48 ساعتو كښې ئې سماعت ولګېد٬ د رنځورانو٬ پوليس،جوماتو، سکول،روغتونون د سوځولو او د شهيدانو او د غازيانو د يادګار په بې حرمتۍ به انصاف څوك كوي؟ عمران خان ته ريليف وركول به هېواد سره زياتے وي۔ د زيارت پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال وفاقي وزېرې ووئيل عمران خان د 60 اربه روپو په كرپشن كښې نېب په قانوني طريقه نيولے او احتساب عدالت ته ئې وړاندې كړے٬ په دې په تېرو دريو ورځو كښې د هېواد دننه وسله والې ډلې او ترهګرو په حساس ادارو٬ رياستي املاك٬ جوماتونو ٬ روغتونونو او سكولونو بريدونه كړي٬ د تحريك انصاف مشرانو دغه ډلې په تشدد لمسولي٬ دې ووئېل د عمران خان په دور كښې د هېواد درې ځل پاتې شوے وزيراعظم نواز شريف، پخوانے صدر آصف علي زرداري، شاهد خاقان عباسي، رانا ثناء الله، سلمان شهباز، حمزه شهباز، مفتاح اسماعيل او د نورو خوېندې او لوڼه د تورو تمبو شاته كړې شوي ٬ په هغوي ناسمې مقدمې جوړې كړې شوې٬ ھغه وخت چا نوټس نه دې اخستے۔ دې ووئيل د عمران خان چې كله عدالت د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړو نو په زمان پارك كښې د پوليس د پټرول بمونو د لارې هركلے وشو۔ وفاقي وزيرې ووئېل په اوسني تشدد كښې د كور كمانډر كور سوځولے شوے٬ د اېمبولنس نه رنځوران بهر كړي او سوځولې شوي ٬ جوماتونه٬ سكولونه او مېټرو سټېشن ته تيلي ورته كړے شوي ، دې ووئېل كه دې ترهګرو له وړاندې سزا وركړې شوې وه نو نن به هېواد په لمبو كښې نه ٶ۔ د رانا ثناء الله كور سوځولے شوے٬ په دې چا نوټس نه دې اخستے ٬ آيا ھغوي د پاكستان وګړي نه دې او آيا كور كمانډر د دې هېواد وګړے نه دے؟ دې ووئېل په كوم پوليس اهلكارو چې سرونه مات شوي آيا ھغوي د دې هېواد وګړي نه دي ؟ دې ووئيل نن هم په دې هېواد دښمنۍ هند كښې خوشحالۍ كېږي، په تېرو 75 كالو كښې چې كوم كار دښمن ونه كړو ھغه عمران خان كړے۔ دې ووئيل عمران خان د نېب تورن دے او په القادر ټرسټ کرپشن کېس كښې نيولے شوے كوم چې په رېمانډ دے۔ دې ووئيل القادر ټرسټ کرپشن کېس اوپن اينډ شټ کېس دے٬ عمران دې په دې كېس كښې د نېب سرعه ځواب وركولو ته پرېښودلے شي٬ په دې تحقيقات روان دي۔۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل وسله والې ډلې زمونږ جوړې كړې موټروېز سوځولي٬ رورغتونونو ٬ سكولونو او جوماتو ته ئې تيلې ورته كړي ۔ دې ووئيل عمران خان څخه د دې پوښتنه پكار ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئېل د پارلمان په بر لاسي كښې څوك مداخت نشي كولے، د پارلمان برلاسي كښې مداخلت د آئين ماتولو مترادف دے، كه د پارلمان د پي اے سي او د پارلماني كمېټو رېكارډ طلب كېږي نو ھغه د پارلمان د قانون له مخئ وي٬ د پارلمان په قانون سازۍ يا كاروائۍ كښې مداخلت د آئين سپكاوي او د آئين ماتولو مترادف دے
متعلقہ مضامین
-
Pakistani, Chinese researchers join hands for new wheat varieties
-
PML-N leadership have to face accountability: Khawar
-
Umar wants SDGs status report presented
-
ECP issues victory notification of Rana Muhammad Saleem in PP-206 Khanewal by poll
-
Earthquake shakes KP cities
-
President directs bank to pay Rs 3.73m to woman entrepreneur
-
Imran Khan dissolves all PTI organisations
-
Christmas celebrated with traditional zeal
-
Sanam Saeed and Syra Yosuf speak out against the discrimination controversy in bakeries
-
UN must act on threats to Muslims in India
-
Ashrafi stresses discouraging violent attitudes
-
BRTS to boost Pakistan’s green transportation