اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګه د اهميت وړ ده او حكومت به دې څانګې ته كاروبار كولو كښې آسانيو لپاره زياته مرسته او آسانۍ وركوي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د خزانې په وزارت كښې آئي ټي او آئي ټي اي اېس پاكستان سافټ ويئر هاؤسز اېسويسي اېشن پلاوي سره ملاقات كښې كړې۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬خاص مرستيال طارق پاشا٬د اېسوسي اېشن وائس چيئرمېن خرم راحت٬پخوانې چيئرمېن سيد احمد٬ انباكس سي اي او محسن علي او د فنانس ډويژن سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې د آئي ټي د څانګې كاركردګۍ او شموليت جائزه واخستلې شوه۔په غونډه كښې د آئي ټي څانګې برآمدات چارو په اړه او د دې څانګې برآمدات زياتولو لپاره په اقدامات هم غور وشو۔د خزانې وزير د آئي ټي سېكټر په اهميت زور راوړو او وې وئېل حكومت به د آئي ټي څانګې ته په كاروبار كولو كښې د آسانيو لپاره زياته مرسته او آسانۍ وركوي۔ده پلاوي ته باور وركړو چې حكومت به د آئي ټي څانګې ته د پرمختګ لپاره زياتې آسانۍ وركوي او د دې برآمدات به ډاډګيرنه كوي۔دغسې پلاوي د آئي ټي په څانګه كښې په مرسته كولو د خزانې وزير مننه كړې ۔
متعلقہ مضامین
-
Sh Rashid promises 20 ambulances for Rescue 1122 service in Islamabad
-
Court postpones hearing against Shehbaz and Hamza
-
SHC prolongs protective bail of Nisar Khuhro in Wheat procurement for 10 days
-
Time for Pakistan to focus on climate adaptation
-
NH&MP crack down on irregular number plates
-
Check signs of breast cancer every month
-
KP CM inaugurates several uplift schemes in Mansehra
-
Promotion of female education govt focus: Farrukh
-
MDA cracks down on encroachments
-
World Science Day for Peace to focus on climate change issues
-
NCOC all praise for stakeholders in tackling corona
-
Imran censures ECP for opposing EVMs, reforms