اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن ( بي اېم جي اېف) شريك چيئرمېن بل ګيټس د شريكو مقصدونو او دوه اړخيزه همکارۍ په برخو کښې په ګډه کار کولو ته سلا شوي دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف او د بل ګېټس ترمېنځه ټېلي فوني رابطه شوې٬ دوي په پاكستان كښې د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن په مرسته روان د صحت عامه او د سماجي څانګې په پروګرامونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په هېواد كښې د پوليو خاتمې او د حفاظي ټيكو په شمول په نورو مهمو برخو كښې د پاكستان د قدر وړ مرستې ستائنه وكړه۔ ده د مرستې په ټولو جاري څانګو كښې فاؤنډېشن سره د نتيجې وړ شراكتاري لا مستحكم كولو لپاره د پاكستان د خواهش هم پخلې وكړو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په هېواد كښې د پوليو د ټولو صورتونو د خاتمې عزم لري٬ په كال 2022 كښې په پاکستان كښې د نوي كېسز په رپورټ كېدو د تشويش څرګندونه كولو سره ده ووئيل د ستمبر كال 2022 راهسې د پوليو په كېسونو كښې توقف راغلې دې٬ د سېلاب له امله د پوليو د څاڅكو وركولو روانې هڅې هم ډېرې متاثره شوې دي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې حكومت خاص اېمرجنسي رسپانس پلان په فعاله توګه نافذ كوي۔ بل ګيټس پاکستان كښې په سېلاب كښې په قېمتي ځاني زيانونو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده د پوليو خاتمې لپاره د پاكستان د هلو ځلو هم اعتراف وكړو او دا خبره باوري كولو لپاره ئې د خپل فاؤنډېشن د پرله پسې ملاتړ پخلې وكړو چې د پوليو وائرس له امله يو كوچني ته د فالج خطر نشته٬ د بي اېم جي اېف په مرسته د حكومت په مشرۍ كښې په نورو پروګرامونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه چې مقصد ئې غذائي قلت او د سټنټنګ مخنيوي، د حفاظتي ټيکو ضروري خدمات، مائيکرو پېمنټ ګېټ وے آر اے اے اېس ټي او قامي بچت پروګرام ډيجيټلائز كول دي۔ وزيراعظم او بل ګېټس د مشترکه مقاصدو او شريكې مرستې په څانګو كښې په ګډه كار جاري ساتلو ته سلا شول
متعلقہ مضامین
-
Around 600 craftspeople display artwork
-
PM for urgent steps to guard youth against onslaught of immoral alien culture through social media
-
PNCA organizes puppet show at Lok Mela
-
ATC indicts MNA Ali Wazir, 10 others in sedition case
-
Those who ruined economy now shedding crocodile tears: Gill
-
Ombudsperson dismisses PEMRA DG from service over harrasmanet
-
Daska by-poll was ‘rigged’: ECP inquiry
-
NHA chairman holds e-kachehri
-
COAS, Chinese ambassador discuss regional security, Afghan peace process
-
Steps on to further strengthen DRAP: Dr. Faisal
-
Pakistan most vulnerable to climate change: Mushahid
-
Three ordinances, 13 bills laid in National Assembly