اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان او اسلامي هېوادونو علماﺀ كرامو او مشائخو سره تړون مضبوطولو له په هره كچه هڅې كوؤ٬ د مسلمانانو د يو والي مركز مكه مكرمه او مدينه منوره ده۔ د سعودي عربستان سلامتيا او استحكام هر مسلمان خوښوي٬ مسلمانانو ته فرقه اييز تشدد او انتها خوښۍ زيان رسولے دے ٬ اسلام د مكې مكرمې او مدينې منورې نه راغلې دې او د حرمېن شريفېن پېغام د امن او سلامتيا دے كوم چې هر يو مسلمان ته ګران دے٬ د سعوي دعربستان او ددې د مشرتابه په ضد د پراپېګنډې مقصد اړې ګړې پېدا كول دي٬ د قرآن ښكاره حكم دے چې حرم ته غېر مسلم داخلېدې نه شي۔ دا خبره د نړيوال تعظيم حرمېن شريفېن كنفرنس نائيجريرا په اعلاميه كښې وشوه۔ د كنفرنس مشري د پاكستان علماﺀ كونسل او نړيوال تعظيم حرمېن شريفېن كونسل عمومي سېكتر حافظ محمد طاهر محمود اشرفی وكړه۔ كنفرنس ته شېخ طلال العقیل ،ډاکټر ابراهیم جامع اوتویو، ډاکټر داود عبدا لباقی محمد، ډاکټر امام عیسیٰ عبد الکریم ، ډاکټر سلیمان عثمان سلیمان، ډاکټر محمد عبد اللہ ثانی ، ډاکټر شرف الدین بادییبور اجی ، ډاکټر محمد منیر الیاس، ډاکټر محمد الحاج ابو بکر ، ډاکټر ابوبکر محمد ثانی، ډاکټر الخضر عبد الباقی محمد او او نورو هم خطاب وكړو۔ د كنفرنس په پايه كښې ووئيلې شؤ چې د اسلامي نړۍ د مسلو حل په يو والي كښې دې۔ اسلام نورو مذهبونو سره سلامتيا او اعتدال سره د پاتې كېدو امر كړے دے۔ د مذهبونو او مسلكونو ترمينځه مكالمه د وخت ضرورت دے۔ اعلاميه كښې ووئيل شؤ چې نبي علېه السلام د رحمت پېغام وركړے دے٬ اسلامي هېوادونو ته خطر د داخلي اړيكي ګړي دلاسه دے۔ د اسلام په نامه د ترهګرۍ او فتنې خپرونكو څخه اسلام بري ددے۔ د حوثي ياغيانو لخوا په سعودي عرب او تېل تنصيباتو بريدونو د غندنې او افسوس وړ دي۔ اعلاميه كښې ووئيلې شؤ چې سعودي عربستان د يمن مسئلې حل لپاره كوم وړاندېزونه وكرې دي هغې ته هركلې وايؤ۔ د اسلامي مرستې تنظيم كردار به لا فعاله كول وي او اسلامي نړۍ مسئلو په خاص توګه د كشمير او فلسطين مسئلو حل كولو له به خپل كردار ترسره كول وي۔ كنفرنس كښې په پاكستان ٬ سوډان ٬ نائيجيريا او نورو ځايونو كښې د سېلاب په صورتحال د افسوس څرګندونې سره نړيوالې او اسلامي نړۍ څخه مرسته وغوښتلې شوه۔ د كنفرنس په پايه كښې د نائيجيريا علماﺀ كرامو لخوا اسلامي زمكې حرمېن شريف او مسلمانانو له د خذمات په ترسره كولو حافظ محمد طاهر محمود اشرفی ته ايوارډ وركړے شو۔
متعلقہ مضامین
-
Maryam hits out at her party’s meek leadership
-
Gulab has evolved into Shaheen but Karachi is safe
-
Petrol price increases by Rs4 per litre from today
-
Police produces 30 Indian fishermen in court
-
HabibMetro wins prestigious ADB award
-
French media exposé leaves India red-faced, once again
-
Police produces 30 Indian fishermen in local court
-
Terrorism to be thwarted, not to re-emerge at any cost: Sheikh Rasheed
-
137 Kashmiris martyred in current year in IIOJK
-
WAPDA chairman reviews construction on Diamer Basha dam
-
PM faces criticism by opposition parties over Pandora Papers revelations
-
Proper implementation of early child marriage laws urged