اسلام آباد، نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 76مې غونډې په مهال د پرتګال خارجه وزير اګستو سېنتوس سلوا سره ملاقات كړے. په دې موقع د شريكې خوښې ، په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او د ملګرو ملتونو په فورم د دواړو هېوادونو په مرسته خبرې وشوې. خارجه وزير پرتګال سره د پاكستان د شريكو اړيكو او په خاص توګه د اقتصادي او تجارتي روابطو د لا زياتولو خواهش څرګند كړو. ده د دواړو هېوادونو د دوستې په پارلماني ډلو د باور څرګندونه وكړه كومې چې د دواړو هېوادونو په پارلمانونو كښې جوړې كړې شوې دي. ده ووئيل چې د پاكستان او پرتګال اولس ترمېنځه د روابطو او دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره دې دا ډلې لا فعاله كړې شي. دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان او كشمير په صورتحال هم خبرې وكړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې سوله ايز او مستحكم افغانستان نه يوازې پاكستان لپاره بنيادي اهميت لري بلكې د منطقې امن او امان لپاره په افغانستان كښې امن او امان ضروري دے. خارجه وزير نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې هغه دې افغانستان سره د روابطو د لارې مثبت اقدامات باوري كړي چې دغسې د افغان اولس د ضرورياتو له مخې په انساني بنيادونو د دوي مرسته وكړې شي او افغانستان د معاشي تباهې څخه بچ كړے شي. ده د افغانستان څخه د سفارتي چارواكو او د نړيوالو ادارو د عملې محفوظ انخلا په ا ړه د پاكستان هڅې په ډاګه كړې. ده د پرتګال خارجه وزير د كشمير د صورتحال نه هم خبر كړو. دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او پرتګال د شريكو روابطو پشمول په لوړه كچه د پلاوو په تبادلو كښې د اضافې خواهش هم څرګند كړو.
متعلقہ مضامین
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
COAS appreciates the role of women in bringing honor and glory to the nation
-
Women of Kashmir demands equal rights on Women’s Day
-
ECP set to hear Haider Gilani leaked video case today
-
PM briefed on proposed Ehsaas food stamp programme
-
63 mega corruption cases disposed of out of 179 cases, NAB meeting told
-
Is Yasir Shami going to host a ramzan transmission on Geo?
-
‘Koi Bhooka Na Soye’ : Imran opens meals-on-wheels drive
-
Weekly inflation drops by 0.57pc
-
Covid-19 claims 32 lives, infects 2,664 more people, positivity rate climbs to 6.6% in Pakistan
-
SHO remanded after 7th class student’s death in custody