پېښور 02 اګست (اے پي پي) د مورني هېواد حفاظت په خاطر د شهيدو شوو پوليس اهلكارو په اعزاز كښې د شهيدانو ورځ به (سبا) لمانځلې شي ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبر پښتونخوا پوليس تر اوسه 1726 پوليس اهلكار شهيدان شوي او په شهيدانو كښې دوه دوهم آئي جي پيز هم شامل دي٬ په شهادت كښې پېښور سرفهرست دے۔ د پوليس رېكارډ له مخې خېبرپښتونخوا كښې د ترهګرۍ په ضد د اوږد جنګ په نتيجه كښې امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ پوليس اهلكارو هم د ځانونو قربانې وركړي ٬ په دې جنګ كښې د كال 1999 نه تر اوسه 1726 پوليس اهلكار شهيدان شوي۔ په شهيدانو كښې دوه آئي جي پيز ٬ دوه ډي آئي جي٬ يو اے اېس پي ٬ دوه اېس پي٬ 19 ډي آئي پي ٬31 انسپكټران٬ 137 اے اېس آئي ٬ 161 هېډ كانسټېبلان٬ او 1240 اېف سي اهلكار شامل دي۔ د پوليس رېكارډ له مخې په دې جنګ كښې د ټولو نه زيات 482 پوليس اهلكار د پېښور شهيدان شوې دغسې چارسده كښې 94 ٬ نوښار څخه 38٬ مردان څخه 95 ٬ صوابۍ څخه 44 ٬ كوهاټ څخه 95 ٬ هنګو څخه 74 ٬ کرك كښې11، اېبټ آباد كښې12، هری پور كښې10، مانسهرہ كښې 30، بټګرام او کوهستان كښې 7 ٬ 7 تورغر كښې 10 بنو كښې 194 ٬ لكي مروت كښې 33، ډي آئي خان كښې 164، کرك كښې 26، سوات كښې 128، شانګله كښې 35، بونېر 39، كوز دیر48 ،بره دیر كښې 41 او چترال كښې د پوليس 9 اهلكار شهېدان شوي دي۔)ګ ل
متعلقہ مضامین
-
Maryam Nawaz to address public rally in Khushab today
-
IRC ensures quality healthcare for people of South Waziristan, Orakzai
-
KP deplores parents’ refusal to get children vaccinated against polio
-
Widespread rain-wind, thundershower expected at various parts of country
-
Pakistan’s Aamir Sohail says big bucks ‘good for cricket’
-
IT, telecom industry problems need solution to boost digital economy: minister
-
Imran Khan’s ex-wife Reham hints at third marriage
-
US delegation assures Mushaal full support for safe release of Yasin Malik
-
Child drowns into Taleeri canal while crossing bridge
-
China uses advanced technology to develop Eastbay Expressway project: report
-
Cowardly actions can’t demoralize Pakistan Army, nation: Samina Zehri
-
Monsoon-rain response teams on high alert in Gwadar