اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې كاميابو سره د هاؤس آف شريف په ارمانونو ګرد پرېوتې٬ د شهباز شريف بيان د كپتان په ضد د حسد څرګندونه ده٬ ده په امريكا كښې د پاكستانيانو د تاريخ تر ټولو لويه غونډه ونه زغملې شوه۔ عمران خان د كشميريانو وكيل جوړ شوے٬ وزيراعظم د كشمير شخړې د حل اهميت په ښه ډول په ډاګه كړے۔ د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې بايد شهباز شريف په كشمير د سياست كولو نه وړاندې سترګې غړولو سره د سيد علي ګېلاني بيان لوستې و۔ د كشميريانو لارښود د خوشحالې څرګندونه كوي٬ كم ظرف سوچ سره په بسونو كښې د سفر پېغور وركولو په ځائ بايد ده د عمران خان د سادګې او كفايت شعارې نه زده كړه كړې وه۔ هغې ووئيل چې شهباز شريف صاحب! ته تر ټولو لوي شعبده باز ئې چې په لندن كښې خو سړكونه پياده ناپ كوې خو پاكستان ته راتللو سره د پروټوكول په نشه كښې راشې۔ هغه چې عمران خان سره په عداوت او بغض كښې چې څومره اولس ګمراه كوي٬ د دوي محبت عمران خان لپاره لا سوا كېږي۔ هغې ووئيل چې د اېرينا ون د اولس جوش و خروش٬ استقبال او اولس مشر ټرمپ سره كامياب ملاقات د دوي خوبونه ورك كړي دي۔ هغې ووئيل چې د شهباز شريف لخوا د وزيراعظم د امريكې دورې په اړه بيان د ده د پرېوتي سوچ او د كرپټ خصلت عكاسي ده
متعلقہ مضامین
-
Dua Zahra case: court seeks Zaheer Ahmed’s call records
-
FO outrightly rejects Indian Army ‘dossier’
-
Covid daily death toll nosedives to zero
-
Commissioner visits Gawalmandi to monitor water level, review arrangements
-
PML-N’s ministers Ayaz Sadiq, Khawaja Salman Rafique resign
-
Malik Ahmad Khan steps down as Punjab law minister
-
13 NAB officers transferred in a major reshuffle
-
Tarar condemns PTI chief’s threats to officers
-
Pakistan proposes $1 trillion debt relief for developing countries
-
President for ensuring fast-track inclusion of women in businesses, industry
-
Coronavirus kills 10 more in Pakistan
-
Bride, 3 others die as wedding-party car plunges into ravine