پېښور 15 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په ګورنر هاٶس پېښور كښې په نوو ضلعو كښې د مسئلې په ګوته كولو ٬ د دغې هواري او اولس سره رابط لپاره د اېډوائزري كمېټۍ خاص غونډه وشوه۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزیراعظم عمران خان اېډ وائزري كمېټۍ ته په قبائيلي ضلعو كښې اولس سره د رابطو او هغوي په اعتماد كښې اخستلو سره د حكمرانۍ كوټلې او د يو ډول نظام جورولو امر كولو سره ووئيل د نوو ضلعو په تندۍ سره د بيا رغونې او بحالۍ لپاره مسئلې په وخت په توګه كړئ او دغه حل هم كړئ۔ د دې نه وړانډې وزیراعظم سره د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان او ګورنر شاہ فرمان ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال نوو ضلعو لپاره د انتظامي او د خدماتو په ډهانچه خبرې اترې وشوې ۔ محمود خان وزیراعظم د نوو ضلعو لپاره د اجتماعي ريكوري پلان پشمول د بيا رغونې او بحالۍ د اقداماتو نه خبر كړو۔ وزیراعظم عمران خان د پخوانۍ فاټا سيمې په قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره زيات ګړندو اقداماتوله امر كولو سره ووئيل د نوو ضلعو د اولس محرومي لري كول به ترجيح وي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به د قبائيلي ضلعو بيا رغونې او د اولس آباد كارۍ لپاره وسائل وركوي۔ وزيراعظم د وسائلو د منصفانه وېش٬ سپېځلې حكمرانۍ او د خدماتو په سمدستي او كوټلې توګه وركول باوري كولو لپاره هم سپارښتنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Those creating hindrance in national development, will get nothing: CM
-
Pakistan, IsDB sign $180 mln pacts to finance Mohmand Dam
-
Sole agenda of opposition to create political anarchy in country: CM
-
OIC Moot: Fawad says Pakistan leading Muslim Ummah
-
Two pilots martyred as PAF trainer aircraft crashes
-
Balochistan women seek party tickets
-
Seminar held to motivate youth to learn Chinese language
-
Pakistan stresses unity to address challenges confronting Ummah
-
PTI ‘running away’ from facing no-confidence motion: Murad
-
Man killed, wife, son injured in accident
-
12 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
OIC-CFM moot adopts 140 resolutions, appoints envoy on Islamophobia