اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د پاكستان او ازبكستان خارجه وزيرانو ترمينځه د پلاو په كچه خبرې اترې په ښه چاپېرچل كښې شوي٬د ازبكستان خارجه وزير د افغانستان د لارې د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د رېل سړك وړاندېز كړې دې٬د سيمه ايزې راهدارۍ مركزي حېثيت سره به د پاكستان صلاحيت او د مينځني آسيا رياستونو سره رابطه كاري زياته شي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د پاكستان او ازبكستان خارجه وزيرانو ترمينځه د پلاو په كچه خبرې اترې په ښه چاپېرچل كښې شوي۔د ازبكستان خارجه وزير په دې موقع د ازبكستان خارجه وزير د افغانستان د لارې د پاكستان او ازبكستان ترمينځه د رېل سړك وړاندېزكړې٬د سيمه ايزې راهدارۍ مركزي حېثيت سره به د پاكستان صلاحيت او د مينځني آسيا رياستونو سره رابطه كاري زياته شي۔د ازبكستان خارجه وزير د زيارت په ورځ د پنځه كسيزه پلاوي سره د پاكستان يوه ورځنۍ دوره كړې۔د پلاوي په غړو كښې د نېشنل سېكورټي كونسل مشر اختيار عبدالله٬د ازبكستان اولس مشر د افغانستان لپاره خاص استازي عصمت الله آرګاشيف او د ازبكستان د خارجه چارو وزارت او امنيتي سروس نور نمائندګان شامل وو۔د ازبكستان خارجه وزير دورې پھ مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په سياسي٬امنيتي٬دفاعي٬افغانستان كښې د روغې جوړې عمل٬تجارت او سرمايه كارۍ پشمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته ګټورې خبرې اترې شوي دي۔دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو په غرض دوه اړخيزه سياسي٬مشاورت٬پرانستې سېشن او تاشقند كښې د شريك تجارتي كمېشن شپږمې غونډې زر تر زره كولو ته سلا راغلې
متعلقہ مضامین
-
New programs for special people to be launched: Farukh
-
12 more educational institutions sealed
-
Historic reforms introduced in justice system by PM: Farrukh
-
Over 115,000 get booster shots as positivity rate surges to 4.69 pc in south Punjab
-
Court grants NAB remand of three accused
-
PM’s China visit to boost CPEC pace: FM
-
Govt to strengthen accountability system: Ali Muhammad
-
Govt providing opportunities to all segment of society: Khawar
-
‘Stop ignoring mental and emotional health’
-
Ombudsman to take action over pending cases against EOBI
-
Six Gwadar development projects in the offing
-
Jamali, Sanjrani discuss Balochistan politics