اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ وئيلي دي چې د چین واكمن او اولس د وزیراعظم عمران خان دورې ته سترګې په لار دي ٬ چين د پاكستان د وزیراعظم د “نوي پاكستان” ستائنه كوي٬ مونږ رامخې ته كېدونكي پاكستان سره ولاړ يو٬ د پاكستان په معيشت كښې به سرمايه كاري زياتوٶ٬ “پاكستان څخه اخلۍ٬ په پاكستان خرڅ كړئ” د چين پاليسي ده٬ مونږ باور لرو چې د وزیراعظم د “نوي پاكستان” وژن دواړوه هېوادونه په ګډه بشپړولې شو٬ د سي پېك منصوبه نه يوازې پاكستاني اولس بلكې د منطقې سوكالۍ لپاره ډېره ضروري ده۔ اسلام آباد كښې د وزیراعظم عمران خان د چين دورې او سي پېك منصوبې پحقله د بريفنګ په مهال د چين سفير ووئيل د چين مشران او اولس د وزیراعظم د چين دورې څخه خوشيبنه توقعات تړلي۔ ده ووئيل چې د پاكستان نوې حكومت اقتصادي ٬ سماجي او خارجه پاليسۍ ته ترقي وركول غواړي۔ یاؤ جنګ ووئيل پاكستان د نړيوالې كميونټۍ يو ذمه واره غړې دے۔ ده ووئيل سي پېك د اقتصادي و صنعتي مرستې مركزي برخه ده او د نوي حكومت د نوي پاكستان كليدي وژن دے ٬ د پاکستان نوې حكومت معاشي ٬ سماجي او خارجه پاليسۍ ته پرمختګ وركول غواړي۔ د چين سفیر ووئيل چين لپاره په معاشي توګه قوي پاكستان اولس لپاره منطقې لپاره مهم دے۔ ده ووئيل د ماحولیاتو تحفظ ٬ د غربت خاتمه او سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام لپاره مثبت او متحرك دے ده ووئيل پاکستان افغان امن لپاره كليدي تجويزونه وركړي ۔ ده ووئيل د نوي حكومت ذمه واري ده چې د اولس بهترۍ لپاره اقدامات وكړي او د نوي حكومت افغانستان او هند پحقله مثبت اقدامات وړاندې كړې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د چين سفير ووئيل سيمه ايز امن په خاص توګه افغانستان په اړه د پاكستان كردار مسلمه دے ٬ غوره او پرمختللې پاكستان لپاره
متعلقہ مضامین
-
Govt to strengthen accountability system: Ali Muhammad
-
Govt providing opportunities to all segment of society: Khawar
-
‘Stop ignoring mental and emotional health’
-
Ombudsman to take action over pending cases against EOBI
-
Six Gwadar development projects in the offing
-
Jamali, Sanjrani discuss Balochistan politics
-
PM rejects hike in fuel price ‘in national interest’
-
PTI strongly believes in rule of law: Zartaj
-
Govt to start country-wide follow-up COVID-19 vaccination drive: Dr Faisal
-
Minister urges for strict observance of Corona SOPs at KP schools
-
Kashmir conflict should be settled down as per UN resolutions: Sindh governor
-
PM confident China visit to take bilateral ties to new heights