دوشنبے 12 اکتوبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د شنګهائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو ترمينځه د ګڼ اړخيزه تجارت په څانګه كښې د مرستې كولو او د ټېرف او نان ټېرف د خنډونو لرې كولو ضرورت دې٬په يورو اېشيا كښې امن٬سلامتيا او د استحكام مقاصد ترلاسه كولو لپاره اي سي او مهم پيلټ فارم دې٬پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د هڅو بشپړه ملاتړ كوي او د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره به اېس سي او سره به بشپړه مرسته كوو٬پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ د خاتمې پوخ عزم لري۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د تاجكستان پھ پايه تخت دوشنبے كښې د اېس سي او د حكومتي مشرانو كونسل 17مې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔خارجه وزير پھ خپله وېنا كښې ووئيل چې د سيمه ايزو رابطو د لارې په اقتصادي پرمختګ كښې سي پېك ډېر اهميت لري۔ده د سي پېك اهميت په ډاګه كړو او وې وئېل چې د شنګهائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو ترمينځه د ګڼ اړخيزه تجارت په څانګه كښې د مرستې كولو او د ټېرف او نان ټېرف د خنډونو لرې كولو ضرورت دې۔ده د ايس سي او ډوېلپمنټ بانك او د ډوېلپمنټ فنډ جوړولو لپاره د تنظيم د هڅو ملاتړ هم وكړو۔خارجه وزير پھ افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان لخوا د بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه او پھ دې لړ كښې يې اېس سي او سره د بشپړه مرستې كولو باور وركړو۔خارجه وزير په دې موقع حكومتي مشرانو سره ملاقاتونه هم وكړل۔پاكستان تېر كال د اېس سي او مكمل غړې جوړ شوې او د غړي جوړیدو نه پس د حكومتي مشرانو د كونسل پھ غونډه كښې د پاكستان د ګډون كولو دا دوهمه موقع ده۔پھ غونډه كښې د چين٬قزاخستان٬كرغزستان٬روس٬تاجكستان او د ازبكستان وزيراعظمان او د پاكستان او هند لخوا خارجه وزيران ګډون كوي
متعلقہ مضامین
-
Bilawal Bhutto attends dinner organized by Rohail Asghar
-
4 flights called off, 14 rescheduled at Lahore Airport
-
IGP orders arrest of couple’s killers
-
Cabinet decides to move LHC for Shehbaz’s disqualification
-
IHC declares plea by Rana Shamim’s family non-maintainable
-
HEC organizes English language training for teachers
-
Pakistan Navy initiatives since 2002
-
Karman Bangash takes notice of torture case
-
ITP issue 50,931 fine tickets over major violations
-
Young couple commit suicide in Tharparkar
-
Medical board to examine Nawaz reports: Hasaan
-
KIIR condemns Kashmiri Human rights Ctivist Untoo’s arrest in IIOJK