اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي عمران خان به اولس سره كړي لوظونه تر سره كوي ٬ د مني لانډرنګ له مينځه وړولو لپاره چې حكومت كوم ګامونه پورته كوي په تېرو وختونو كښې مثال نه لري۔ د تجاوزات په ضد بې امتيازه عمليات روان دي۔ اولس ته د ځواب وركولو پابند يوو۔ د كلين اېنډ ګرين پاكستان منصوبې كاميابولو له په ضلع او د تحصيل په كچه سالټ وېسټ مېنجمنټ جوړوو۔ مايوسي خپرونكي به ناكامۍ سره مخ شي۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې دې ووئيل صفا او شين پاكستان د عمران خان ويژن دے۔ دا هغه منصوبه ده په كومه چې تېرو حكومتونو خبره كول هم نه خوښول۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان دې منصوبې ته پام لرنه كوي۔ دې ووئيل سالډ وېسټ مېنجمنټ به د ضلعې او تحصيل كچې ته رسوو او په دوهم فېز كښې چې سالډ وېسټ مېنجمنټ كومه خزله ضائع كوي هغې څخه به انرجي پېدا كوؤ۔ دې ووئيل زمونږ حكومت د اوبو خيرنېدو او ضائع كېدو څخه ساتلو له هم د خبرتيا خاص پروګرام پېل كوي د كوم لپاره چې د يوت اېمبېسډر او علماﺀ كرامو مرستې ته اړتيا ده۔ زر تاج ګل ووئيل كلين اېنډ ګرين پاكستان لپاره به ټاسك فورس او كمېټۍ هم جوړولې شي۔ د تېر حكومت د كرپشن په اړه دې ووئيل آئي اېم اېف څخه راتلونكې پېسه كرپشن كولو او دبۍ ته منتقل كولې شوه له دې كبله په دبۍ كښې د زمكو اخستل خرڅول زيات شوي
متعلقہ مضامین
-
SHC orders demolition of three structures
-
‘Koi Bhooka Na Soye’ food truck inaugurated in Skardu
-
Omicron 91% less likely to cause death in infected patients
-
‘We have made you PM’: Khattak-Imran ‘verbal spat’ leaves ruling PTI red-faced
-
Pakistan’s COVID positivity ratio crosses 7.36%
-
2023 election will be last for PML-N, PPP: Fawad Ch
-
Agreement between Chinese, Pakistani medical varsities signed
-
Fog disrupts trains schedule
-
Opposition protest a move to create ethnic conflict in Karachi: Ghani
-
Govt finalizes plan for Murree to quick response in emergency
-
Islamabad United join hands with iconic artist Imran Qureshi
-
ECP suspends membership of 150 lawmakers