اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري سره د مراكش سفير محمد كارمون ملاقات كړې۔په دې موقع وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د مېډيا او كلتور څانګو ترمينځه د مرستې په زياتولو زور راوړو۔ده ووئيل دواړه هېوادونه تاريخي٬كلتوري او د ورورولۍ اړيكې لري۔د مراكش موسيقي خپل يو جدا يو شناخت لري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د هنرمندانو او موسيقيارنو تګ راتګ ضرورې دې۔ده ووئيل د هنرمندانو تګ راتګ سره د يو بل په كلتور پوهېدو له به مرسته ترلاسه شي۔په دې موقع د مراكش سفير وفاقي وزير ته اسلام آباد كښې د كلتوري ميلې راجوړلو نه خبر كړو۔د اطلاعات وزير په دې لړ كښې د هر ممكنه مرستې وړاندېز وكړو او ده ووئيل د مراكش پشمول د نورو سفارتخانو د كلتوري ميلو لپاره د پي اېن سي اے تمبې هر وخت پرانستې پرتې دي۔د مراكش سفير 1952 كښې د مراكش خلكو لپاره د پاكستاني پاسپورټ جاري كولو هركلے وكړو۔ده ووئيل د دوه اړخيزه اړيكو لا ښه والي له به د ګامونو هركلے كوو۔
متعلقہ مضامین
-
Shehbaz denounces govt for increasing public problems
-
Science, tech policy to encourage technology driven economy: Shibli
-
State to pursue Islamabad couple harassment case
-
Students raise awareness on psychology
-
PTI to continue exposing opposition’s corruption
-
ICT LG Ordinance 2021 laid in NA
-
Islamabad records highest surge with 284 new Covid-19 cases
-
Govt taking steps to redress Overseas Pakistanis complaints timely
-
Security guard dies while filming TikTok videos
-
FIA writes to UK’s National Crime Agency to start investigation against Hareem Shah
-
AIOU opens first phase of admissions
-
Man kills father over domestic dispute