اسلام آباد ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ په كنټرول لائن د هندي پوځ لخوا د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان په چورلكه د ډزو په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې دې۔ د ګل په ورځ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په ايوان كښې قرارداد وړاندې كړو په كومو كښې چې ووئيلې شو چې د هندي ځواك لخوا د آزاد كشمير وزيراعظم چورلكه كومې چې د خپل حد دننه پرواز كولو په نښه كړې شو۔ هند پرله پسې په لائن آف كنټرول د جنګ بندۍ خلاف ورزي كوي او د خپلواكۍ حق ترلاسه كوؤنكي زور ظلم او زياتي سره مخ كوي۔ قرارداد كښې ووئيل شو چې دا پېښه نه يوازې د غندنې وړ بلكې د نړيوال قانون خلاف ورزي هم ده۔ سپیکر قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم چې د رايو كثرت سره منظور كړې شو۔ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئيل په دې خوشحالي شوې ده چې نن نه اپوزيشن شته او نه حكومت بلكې ټول په دې پېښه يو موټي دي۔ ده ووئيل په د آزاد كشمير په وزيراعظم بريد په ټول پاكستان بريد دے۔ مونږ ددې د ځواب وركولو بشپړ صلاحيت لرو ولې مونږ امن خوښې هېواد يو او د منطقې امن خرابول نه غواړو۔ ده ووئيل دښمن په كال 1965ء كښې زمونږ ځواب ليدلې دې۔ ده ووئيل زمونږ ځواب اللہ اکبر دې
متعلقہ مضامین
-
APHC deplores fresh coercion against Kashmiris
-
FOSPAH holds seminar on harassment at workplace
-
Foreign Secretary, UK representative discuss situation in Afghanistan
-
Two soldiers martyred in Balochistan attack
-
Technology plays vital role in improving education: Shafqat
-
ECP writes letter to govt, asks for funds regarding EVM procurement
-
Number of fresh coronavirus cases falls below 300 in Pakistan
-
IHC dismisses contempt petition against Maryam, Abbasi
-
Pakistan’s missile program one of best in world: Fawad
-
Uplift of 14 Sindh districts a priority: PM
-
PML-N must apologise over Maryam’s audio: Farrukh
-
Pakistan raffirms support for Trans-Afghan Railway project