اسلام آباد 02 مئي (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهد الله خان وئېلي دي پاكستان پيپلز ګوند په خپل دور كښې د معيشت بېړه غرقه كړې٬د سندھ اولس به په راتلونكو ټول ټاكنو كښې د دوي حساب كوي٬د خېبرپښتونخوا حكومت د كرپشن ختمولو لويې خبرې كوي خو دوي چې د خپل احتساب كمېشن سره څه وكړل هغه د ټولو په وړاندې دي٬د توان بحران او د ترههګرۍ خاتمه مسلم ليګ(ن)وكړه٬ګراني 3 فيصده ته راغلې٬معيشت روان شوې٬په تېرو 70 كلونو كښې دومره برېښنا نه ده پیدا شوې څومره چې د اوسني حكومت په پنځه كلنه دور كښې شوې۔د پرمختګ په شرح كښې د كال 2013م نه پس دوه چنده اضافه شوې٬په كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ د صورتحال ټولو ته علم دے٬د شريكې ګټې كونسل بائيكاټ د اولس په همدردۍ كښې نه سياسي لمبرو لپاره دے۔ده دا خبرې د سېنېټ په غونډه كښې د شورو په ورځ د راتلونكي مالي كال په بجټ بحث كښې وكړې۔د ده وېنا په موقع د پيپلز ګوند غړو احتجاج وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت هغه يوازنې حكومت دے چې د كوم وزيران د خپل وزيراعلٰی او خپل ليډر په ضد د كرپشن تورونه لګوي۔ده ووئيل كوم خلق چې پھ پېرس٬دبئي٬امريكا٬لاهور٬اسلام آباد٬ملتان او كراچۍ كښې محلونه لري په هغوي د نورو يو دوه محلونه بد لګي۔ مشاهد خان ووئېل پيپلز ګوند د كراچۍ اولس له هېڅ ورنه كړل۔په كراچۍ كښې د مېټرو بس پروژه مسلم ليګ(ن)ترسره كړه۔د سندھ حكومت لخوا بسونه وركول وو خو تراوسه يې ورنه كړی شول۔ ده ووئېل كے فور پروژې لپاره هم د سندھ حكومت د خپلې برخې فنډ ورنه كړو۔وفاقي وزير ووئيل په ټول ټاكنو كښې به معلومه شي چې د سندھ اولس د دوي نه څنګه بدل اخلي۔ده ووئيل په بجټ كښې په كومه هم مسئله خبره كېدې شي ځكه چې د بجټ تعلق د حكومتي كاركردګۍ سره وي۔ده ووئيل په سندھ كښې مو د برېښنا پروژې پېل كړې او دغسې تهركول٬حېدرآباد موټروے٬سكهر٬ملتان موټروے او د قابل تجديد توان پروژو پشمول په خېبرپښتونخوا كښې موټرويز چا جوړې كړی
متعلقہ مضامین
-
Sustainable economic growth to be ensured by achieving set targets: Farrukh
-
Pakistan, Uzbekistan agree to enhance mutual cooperation in diverse fields
-
SSC 2021: Exam papers fail to reach several centres
-
Shehbaz offers politics of reconciliation to govt: Vawda
-
PTI to emerge victorious in next general elections: Farrukh Habib
-
Sindh CM, health minister on US sojourn; Bilawal to fly on 10th
-
Marriyum flays baton-charging of students, demands redressal of their grievances
-
Shahbaz Gill terms PML-N’s rhetoric on power situation as mere political point scoring
-
KP PDWP approves continuation of BECS, NCHD centres
-
Pakistan to participate in International Infrastructure Investment, Construction Forum
-
Pakistan begins repatriation of 4,000 stranded nationals from Afghanistan
-
Establishment has no option but Imran Khan: Abbasi