مظفرآباد۔16مئی (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي جمو و کشمیر په نړيواله توګه يوه تسلیم شوې شخړه ده كومه چې د 7 لسيزو نه تر زياتې مودې د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل په ایجنډا حل غوښتونكې پرته ده ، هند تشه په نامه قانون سازۍ او د عدالتی پرېكړو په اړ كښې د خپلو ڼړيوالو ذمه وارو نه لاس په شر كېدے نشي ، پاکستان د کشمیریانو اخلاقي ، سیاسي او په سفارتي كچه به مرسته روانه ساتي ۔ د دې خیالاتو اظهار ده د زيارت په ورځ د جمو و کشمیر حریت لارښودو سره په ملاقات كښې وكړو۔ ملاقات كوونكو لارښودو كښې محمود احمد ساګر، غلام محمد صفي ، سید فیض احمد نقشبندي ، الطاف احمد بټ، شهزاد واني ، اعجاز رحماني ، زاهد اشرف او الطاف حسین واني شامل وو ۔ ملاقات كښې د آزاد کشمیر وزیراعظم چوهدري انوار الحق او وفاقي وزيران هم موجود وو ۔ حریت لارښودو د آزاد کشمیر په اوسني صورتحال قابو موندلو په اړه د وزیراعظم په کردار دوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔حریت لارښودو د جمو و کشمیر حیثیت په اړه د هند د غیر قانوني او د یو اړخيزه اقدام د توثیق غندنه وكړه او کشمیریانو سره په يووالي څرګندولو ئې د پاكستان حکومت مننه وكړه۔ پلاوي ته وزیراعظم ووئېل ګیمبیا كښې په شوي او آئي سي غونډه كښې پاکستان د جمو و کشمیر مقدمه په زړه پوري ډول وړاندې كړه ۔ ده ووئېل د کشمیر مقدمه په نړيواله كچه لا په ښه ډول پورته كولو له به خارجه وزارت او بهر پاكستاني مشنز لا په غوره ډول خپل کردار ادا کوي ۔ ده ووئېل پاکستانۍ میډیا دې د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د هندي ظلمونو په اړه نړۍ خبرولو له خپل کردار ادا کړي ۔ دغسې وزیراعظم د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وزير انجینئر امیر مقام ته حریت لارښودو سره د لا روابط ښه كولو امره م وكړو ۔وزیراعظم ووئېل مونږه په څرګندو ټكو د هند په غیر قانوني توګه د تسلط لاندې جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند د يو اړخيزه او غیر قانوني اقدام مسترد كوو ۔ د جموں و کشمیر د مستقبل حتمي پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو تر مخه او د کشمیري اولس هيلو له مخې حل كول غواړي
متعلقہ مضامین
-
Karachi court orders police to bring Dua Zahra back for another medical test
-
Monsoon rain expected in Lahore today
-
Hina Rabbani Khar calls for easing sanctions on Afghanistan
-
Govt committed to providing social protection to women: Marri
-
PM underscores need to boost ties with US
-
Police detains 27 employees of phone company over ‘blasphemy’
-
Pakistan reports speedy increase in COVID-19 cases after nearly 4 months
-
KP CM grieved over death of 19 passengers in DI Khan road mishap
-
Patel urges nation to follow SOPs on Eid to contain spread of Covid-19
-
NH&MP starts implementing strategy for smooth traffic flow
-
Over 3,000 cops to perform security duty on Eid ul Azha
-
BAP leader Ehsanullah Reki sworn in as State Minister