اسلام آباد 02 مئی (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقی وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئيلي دي ټیکس وركوونكو له آسانيو وركول او د غریبو حالت ښه كولو لپاره ټیکس قانون كښې بدلون شوے،د برېښنا غلا مخنيوے كول او ټیکس وركول زمونږ قامی فرض دے،زیراعظم او وفاقي کابینه د ټیکس وركوونكو آسانيو لپاره لوظي دي ، محصولات كښې اضافې سره به د پاکستان غریبو او ضرورت مندو ته ګټه ورسي۔اېف بی آر كښې ټولې تبادلې او تقرری د کارکردګۍ په بنیاد كېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطا الله تارړ سره پرېس کنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل الیکټرانك ، پرنټ او په سوشل میډیا چې څه څيزونه د حکومتی اقدمات په اړه خپرېږي په هغې به د میډیا تجاویز اغستلے شي او خپل موقف به هم وړاندې كوو۔ د فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بي آر) اصلاحاتي ایجنډې په اړه د قانون وزير ووئيل د اېف بی آر اصلاحات ته وزیراعظم پام لرنه كوي ۔پاکستان چې د كوم معاشی بحران څخه تيريږي د هغې څخه وېستلو لپاره ډيرې طریقې شته خو دې كښې تر ټولو ضروري څيز اقدامات كول دي۔ده ووئيل آئی اېم اېف وائي د ټیکس غلا مخنيوې دې وكړے شي ،د ټیکس د كار دائره دې پراخه كړې شي،كوم كسان چې په كروړونو ګټي ٬ ټيكس نه وركوي،بايد هغوې ټيكس وركړي، آئی اېم اېف وائي د هغوې څخه ټيكس واخلې دغسې چې په غريب مصرف كړے شي،دغسې د بجلۍ غلا دې مخيوې وكړے شي چې به عام وګړي د بجلۍ بلز کم شي ځكه چې د لائن لاسز په نامه دغه بوجھ په عام وګړي راځي، ده ووئېل آئی اېم اېف د محکمو د ګورننس ښه كولو خبره كوي دغسې چې تر عام وګړي خذمات وركول باوري شي٬ د غير ضروري خرڅونو كمولو خبره كېږي۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل زما په خيال كښې دا ټول اقدامات مونږ له د قام په حیث او حکومت له پخپله پكار دي۔ وزیراعظم د دغه پروګرام تر مخه اېف بي آر كښې اصلاحات کوي او دا ګڼم چې د تيرو 7 اوونو راهسې چې كله مونږ حکومت سنبھال كړے،تر دې وخت وزیراعظم په انفرادی توګه چې د كومو محکمو غوندې كړي د ټولو نه زيات ګډون ئې د اېف بی آر په اړه كړے۔ د قانون وزير ووئيل تيره ورځ د ورځپاڼو د لارې معلومه شوه چې آفیسر ایسوسی ایشن د خپلو تحفظاتو څخه خبر كړې يو، كه چا سره زياتې شوې وي نو د هغې جائزہ به محکمه اخلي خو داسې څه ډول ایکټویټی ته حاجت نشته ځكه چې ټول عمل كښې داسې كوم ایکشن نشته چې ورسره په چا تور لګولې شوې وي، ده ووئېل وزیراعظم د شفاف ټرائل نه غېر د چا په خبره باور نه لري۔ده ووئيل څوك کرپټ ډیکلیئر کول د قانوني عمل د لارې ممکن كېږي۔ده ووئيل يواځي په خبره كولو څه نه كېږي۔د قانون وزیر ووئيل د قانون له مخې پوسټنګ او ټرانسفر د حکومت او محکمو اختیار دے او دا به وي،د پالیسۍ له مخې په دې عمل كېږي، ټیکس وصولیو كښې اېف بی آر لوئې كردار ترسره كوي، قانون كښې ترامیم كېږي ، راروان معاشي كال كښې به په پاکستان كښې د ټیکس نظام ښه شي ، ده ووئېل وصولۍ به زياتې شي او د ټیکس د كار دائرہ پراخه كولو په اړه مشکلات ختمولو او ټیکس وركوونكو له آسانيو وركولو سره به ښه والې راشي۔ده ووئيل وزیراعظم او کابینه د ټيكس وركوونكو آسانيو زياتولو له لوظي دي ، كه د ټيكس جال پراخه شي او وصولي زياته شي نو د ټيكس شرح کمیدې شي، ټیکس وصولیو كښې اضافې سره به دا روپۍ د پاکستان په غریبو او ضرورت مندو وګړو مصرف كولې شي
متعلقہ مضامین
-
FO praises outstanding efforts of Pak woman ambassadors
-
Report sheds light on detentions, deteriorating mental health of Kashmiri kids
-
Admin issues alert for possible low-level flood in Chenab
-
Teachers demand education allowance
-
PM lauds APS survivor for shining bright at prestigious Oxford platform
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Sardar Tanveer denies any split in PTI AJK
-
Revised nuclear, biological weapon control list notified
-
NA slams Canadian MP’s statement against COAS
-
Chaudhry Shujaat rejects support for Hamza as Punjab CM
-
Senate body directs NH&MP to table rules in next meeting
-
Monsoon rainfall starting from tomorrow may cause urban flooding, landslides