كراچي 24اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بابائے قوم محمد علي جناح په مزار د ځوانانو لپاره د علم او هنر لارې هوارولو لوظ كولو سره د ځوانانو څخه د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د محنت سوګند واغست۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د كراچۍ دورې په مهال د قائد په مزار په بېلو څانګو كښې ښه كاركردګۍ ښوونكو او تعليم ترلاسه كوونكو زده كونكو څخه د هېواد او قوم خذمت لپاره د سوګند پورته كولو ځانګرې دستوره كښې ګډون وكړو او د بابائے قوم محمد علي جناح په مزار ئې ځوانانو لپاره د علم او هنر لارې هوارولو لوظ كولو سره ځوانانو څخه د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د محنت سوګند واغست۔د سوګند پورته كولو دستوره د وزيراعظم صلاحيت لرونكو ځوانانو له د علم او هنر وركولو ويژن له مخې وشوه ۔په دې موقع وزيراعظم ووئېل زمونږ د ځوانانو سوچ او د دوي علم او عمل زمونږ عظيمه سرمايه ده٬د پاكستان انتظاميې مشرانو په حېث د ځوانانو لپاره د علم٬هنر او عمل لارې هوارول زمونږ ذمه واري ده۔وزيراعظم ووئيل مونږ ټول د ځوانانو كاميابۍ لپاره د لوي څښتن څخه لاس په دعا يو۔د وزيراعظم خبرو په دستوره كښې په ګډون كوونكو ځوانانو كښې يوه نوې ولوله راپېدا كړه۔دغسې په دې مهال د وزيراعظم خبرو نه پس د قائد په مزار ځوانانو د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې
متعلقہ مضامین
-
Completion of FATF action plans by Pakistan great achievement: COAS
-
ITP organizes 2,567 road safety workshops during ongoing year
-
PM approves task force to oversee implementation of minority rights
-
Pervez Musharraf’s family expresses reservations about his return to Pakistan
-
Budget 2022-23: How Punjab govt is improving people’s lives
-
PTI Sindh MPA arrested for ‘sexual harassment’
-
Currency rates of NBP
-
Former Wapda chairman appears before NAB in corruption case
-
Girl killed in road accident
-
NAB law amended to promote transparency, run affairs smoothly: Ahsan Iqbal
-
SHC suspends order to exhume Aamir Liaquat’s body for autopsy
-
Pakistan first to provide aid for Afghan earthquake victims