اسلام آباد۔8فروری (اے پی پی) د الېکشن کمېشن آف پاکستان (ای سی پی) وياند هارون شنواري وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې كوټلې حفاظتي اقداماتو سره ټولټاكنو لپاره د ووټنګ عمل پرته له كوم ځنډ او په سولييز ډول روان دے۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل تر دې دمه د تشدد او ټګۍ كومه پېښه رپورټ شوې نه ده٬ د ټاكنو عمل په سولييز ډول سر ته رسولو له د امنيت ټينګښت باوري كولو په لړ كښې ټول اړوند وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل وګړي په لويه شمېره كښې خپل ووټ كاسټ كولو له اړوندو پولنګ سټېشنونو ته روان دي۔ ده ووئيل په پولنګ سټېشنونو د اولس ټرن آؤت د اطمينان وړ دے۔ الېكشن كمېشن آف پاكستان شکایات درج كولو له يو هېلپ لائن جوړ كړے دے۔ اولس په هېلپ لائن 051-111327000 كال كولو سره 24 ساعته خپل شكايت درج كولې شي۔ ده ووئيل ووټرز په 8300 د اېس اېم اېس د لارې خپل شناختي كارډ لمبر لېږلو سره د خپل ووټ او پولنګ سټېشن تفصيلات ترلاسه كولې شي۔ ده زياته كړه چې الېكشن كمېشن په څلورو واړو صوبو كښې 90 زره 6 سوه 75 پولنګ سټېشنې جوړې كړې دي۔ ده ووئيل نن په ګرد هېواد كښې عامه رخصتي ده دغسې چې ووټرز اسانۍ سره او له كومې ستونزې پرته د رايې حق وكاروي۔
متعلقہ مضامین
-
PML-N is all set for fresh elections but PPP opposing it
-
Salman Sufi appointed head of PM’s Strategic Reforms
-
Punjab govt fires 30 law officers linked with PTI, PML-Q
-
Yasin punished to give political advantage to criminal Modi: Mushaal
-
LHC orders release of detained PTI workers
-
Imran, others booked for ‘riots and arson’
-
SC dismisses contempt of court plea against Imran
-
Sericulture a big source for farmers to boost income
-
AJK President pens down letter to UN Chief seeking role for release of Yasin Malik
-
Commissioner to review steps taken to deal with monsoon rains
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
‘Is it bad that I chose my dog over my girlfriend?’