کراچۍ 11 اګست (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي چې د اقلیتونو د حقونو تحفظ هم د آئین پاسداری ده،د كركي او تقسیم سیاست خاتمه او د اقلیتونو پشمول ټول پسمانده طبقو له سماجی انصاف يواځي پیپلز ګوند وركولې شي،د پاکستان مؤسس قائداعظم محمد علی جناح د 11 اګست تاریخی تقریر كښې واضحه كړې وه چې نوي ریاست كښې به ټولو وګړو ته به يو ډول حقونه او مذهبی آزادی ترلاسه وي۔ بلاول هاؤس میډیا سیل د اړڅه جاري شوې بيان له مخې بلاول بھټو زرداری د اقلیتونو په قامی ورځ په خپل يو پیغام كښې ووئيل پیپلز ګوند د اقلیتونو د حقونو او ګټو تحفظ په اړھ عمر له عادلانه او د عمل وړ نقطه نظر اختیار کړې،1973 آئین د پی پی پی د نقطه نظر يو واضحه مثال دې،كوم چې ټولو اقلیتونو له يو ډول حقونو ضمانت وركوي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل شهیدي محترمي بینظیر بھټو خپل ادوارِ كښې د اقلیتونو مسئلو حل كولو او د هغوي پرمختګ او ښېګړي لپاره يو شمير ګامونه پورته كړې دي،بینظیر بھټو د اقلیتونو لپاره چې كوم انقلابی اقدام كړي ، په هغې كښې د اقليتي چارو وزارتِ جوړول شامل دي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل 11 اګست د اقلیتونو قامی ورځ په توګه لمانځلو په پريكړه پخواني صدر آصف علی زرداری ته هم پيرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئيل پیپلز ګوند خپل غير مسلمه کارمندانو له قامی او صوبائی اسمبلیو په جنرل چوكو ټکټ وركولو او په سېنېټ كښې هم خپل غیر مسلم کارمندانو له بشپړه نمائندګی وركړي او نورو ګوندونو په مقابله كښې ئې د خپل حكومتونو په کابینه كښې هم اقلیتی ورورولۍ له تر ټولو زياته نمائندګی وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
RE/MAX launched in Lahore
-
IHC seeks inquiry commission report in missing persons’ cases
-
DC for comprehensive crackdown against encroachment
-
Opp to target Buzdar, Alvi after removing Imran: PPP
-
Lakes of KP a source of serenity to bolster tourism
-
Pakistan condemns illegal closure of educational institute in IIOJK
-
BRI cooperation with China transformational for Pakistan: Ambassador Haque
-
AJK president urges judiciary to ensure speedy justice
-
MNAs express full confidence in PM Imran Khan’s leadership
-
Sargodha University Sports Gala 2022 starts on Wednesday
-
Mirpur-AJK stands atop for successfully securing Covid-19 vaccination target
-
Opposition parties would fail in ‘vote of no confidence’ motion: Mushtaq Ghani