اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ امر كړے چې ټولې اړوندې ادارې دې كروندګرو ته د حكومت په رعايتي بيعه د سرې وركړه باوري كولو سره (نن) تر نهې ورځې رپورټ وړاندې كړي، د سرې به ذخيره كولو د كروندګرو استحصال كوٶنكي به ونه بخښوو ٬ په صوبائي پولو د سرې د وړلو راوړلو دې نګراني وكړې شي او ھغه سره كومه چې صوبائي ضرورت لپاره وي په ھغې كښې دې كوم ډول خنډان راولاړ نه كړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې په هېواد كښې د يوريا سرې طلب او رسد او بيعې په اړه د جاج اغستو هنګامي غونډه شوې چې پكښې نګران وفاقي وزيرانو ډاکټر شمشاد اختر، کيپټن (ر) شاهد اشرف تارړ، ډاکټر کوثر عبدالملك، محمد علي، اړوندو لوړ پورو او د څلورو واړو صوبو چيف سېكرټريز ګډون كولو۔ غونډې ته په هېواد كښې د يوريا سرې د اوسني پېداوار٬ طلب او كروندګرو ته په وركړي رعايت تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د يوريا سرې پېداوار او د غنمو سټاك اوسني فصل لپاره كافي دے او نور سټاك لپاره دوه لكه 20 زره مېټرك ټنه يوريا درامد كېږي چې وړومبېے كهېپ به ئې راتلونكې اوونۍ پاكستان ته راورسي۔ په غونډه كښې د څلورو واړو صوبو چيف سېكرتريز د ضلعي انتظاميې لخوا كروندګرو ته په حكومتي رعايتي بيعه د سرې باوري كولو لپاره په اقدامات هم بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول د صوبو لخوا د سبسډي وركولو لپاره د ټولو صوبو سمري به ډېره زر كابېنې ته وړاندې كړې شي۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې نګران وزيراعظم ووئيل كروندګرو ته د يوريا سرې په حكومتي رعايتي بيعه د تعطل نه غېر وركړه باوري كړئ، ضلعي انتظاميه دې د سرې د ذخيره كوٶنكو په ضد په سمدستي توګه كاروائي كولو سره ذمه وار په ګوته كړې او هغوي ته دې سزا وركول باوري كړي ، ده ووئېل د سرې په ذخيره كولو د كروندګرو استحصال كوٶنكي به معاف نه كړو ۔ ده ووئيل د يوريا په سره حكومتي سبسډي دې هغه كروندګرو ته كوم چې صحيح مستحق دي ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ترجيحي بنيادونو يوريا د تعطل نه غېر وركولو لپاره دې لائحه وړاندې كړې شي٬ د صنت او غذائي تحفظ وزارتونه دې صوبائي حكومتونو ته د يوريا سرې پېداوار او د رسد شمېرې وركولو سره د سرې د ذخيزه اندوزۍ لاره نيولو لپاره په كاروائۍ كښې معاونت باوري كړي۔ ده امر وكړو چې ټولې اړوندې ادارې دې كروندګرو ته په حكومتي رعايتي بيعه سره وركول باوري كول او (نن) د نهې په ورځ رپورټ وړاندې كړي ۔ وزيراعظم ووئيل د يوريا په سرې د سبسډي بوجھ دې ټولې صوبې د خپل لګښت په تناسب سره پورته كړي٬ دغسې د فصل كرلو په مهال د يوريا سرې د تعطل نه غېر وركړه باوري كولو لپاره دې د صوبو او اړوند صنعت سره مشاورت لپاره يو جامع فرېم ورك وړاندې كړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Kamyab Jawan Programme targets being achieved: Khawar
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Transgender have potential to play key role in development of society: Experts
-
Tobacco control activists for increase in taxes by 30pc as per WHO recommendation
-
Economy on path of sustainable growth: PM
-
Farrukh thanks PM for giving right of vote to expatriates
-
IG Punjab for strict action against aerial firing, gambling
-
Sh Rashid takes U-turn on ‘blackmail’ statement
-
SC directs LHC to decide NAB jurisdiction regarding probe of MCB privatisation
-
No-trust motion to give fatal blow to non-serious opposition: Fawad
-
PTI public meeting, not meant for confrontation with any political party: Fawad
-
Farrukh appeals ECP to start hearing of PML-N,PPP foreign funding case at earliest