اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د هېواد د معيشت استحکام لپاره آئي اېم اېف سره متفقه اصلاحاتي هڅو لپاره د حكومت د مستقل عزم پخلے كړے دے چې مقصد ئې په تل پاتې بنياد د پاكستان معيشت مستحكم كول دي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د آئي اېم اېف مشن چيف ناتھن پورټر او پاکستان لپاره د آئي اېم اېف ريذيډنټ نمائنده ايستھر پيريز ليدلي دي ٬ ھغوي د سټينډ بائي لوظنامې (اېس بي اے) د وړومبني جاج له مخې حكومتي ډلې سره په تکنيکي كچه د شوو خبرو اترو نه وزيراعظم خبر كړو ٬ ناتھن پورټر د پروګرام درې مياشتني په ترسره كولو كښې د پاكستان حكومت د هلو ځلو اعتراف وكړو۔ ده ووئيل د دې هڅو په نتيجه كښې په تکنيکي كچه د خبرو اترو په زړه پورې نتيجه رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل دواړو ډلو د اېس بي اے په بېلا بېلو اړخونو په پراخه تناظر كښې خبرې اترې كړي۔ ده په تکنيکي خبرو كښې د خزانې وزير او د ھغه د ډلې او د مركزي بېنك ګورنر سره د دوي د ډلې د كردار ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم پاكستان سره په جاري كار د آئي اېم اېف د ډلې مننه وكړه او د خزانې وزير په مشرۍ كښې ئې پروګرام مخ په وړاندې بوتللو كښې د هغوي د ډلې د مرستې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د هېواد د معيشت استحکام لپاره آئي اېم اېف سره متفقه اصلاحاتي هڅو لپاره د حكومت د مستقل عزم پخلے كړے چې مقصد ئې د پاكستان معيشت مستحكم كول دي۔ په دې موقع د خزانې نګرانه وزيره شمشاد اختر، د سټېټ بېنك ګورنر، د اېف بي آر چيئرمېن او اعليٰ چارواكي هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
TPL Trakker, Telenor join hands to provide IoTsolutions
-
PCRWR signs agreement to transform water sector
-
Five held for possessing illegal weapons
-
KP CM inaugurates multiple uplift schemes in Kohat
-
Army stands with govt, not opposition: minister
-
Uproar as JUI-F MNAs arrested in raid on Parliament Lodges
-
“Bandits, stooges, rats”
-
Govt continuously bringing reforms: Shaukat Tarin
-
Women’s Cricket World Cup scores: PAK v BAN
-
Election office opened for Prince Shaukat-ul-Mulk in Drosh Tehsil
-
Deaf Pakistani engineer develops app for hearing impaired
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments