اسلام آباد۔13اپریل (اے پی پی)د کابینې د اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) د الیکټرک بائیکس او الیکټرک رکشو لپاره د وزیراعظم یوتھ بزنس اینډ ایګری کلچر لون سکیم غوندې ماډل سکیم منظوري وركړې ده۔ د سکیم تر مخه به درې كاله مودې له د 5 لاکه روپو بغېر سود پور جاري كولے شي۔ د روان مالي كال په مهال به دا سهولت 15 زره ای بائیکس او رکشو لپاره پېل كولې شي ۔ د کابینې د اقتصادي رابطه کمیٹۍ (اي سي سي) غونډه د زيارت په ورځ د خزانې وزير په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونډه كښې وفاقی وزيرانو خرم دستګیرخان، سید نویدقمر، سیدمرتضیٰ محمود، چوھدری طارق بشیرچیمه ،خاص معاون د خزانې طارق باجوہ، طارق محمود پاشا، د معيشت لپاره د وزیراعظم رابطه کار بلال اظهرکیاني ، وفاقی سیکرٹریز او سینئرافسرانو ګډون كولو ۔غونډه كښې د صنعت ا وپیداوار وزارت د اړخه د الیکټرک بائیکس او الیکټرک رکشو لپاره د مالیاتي سهولت په اړه سمري وړاندې كرې شوه ،د بریفنګ نه پس اي سي سي د تفصیلی بحث وروستو الیکټرک بائیکس او د الیکټرک رکشاز لپاره د وزیراعظم یوتھ بزنس اینډ ایګريکلچر لون سکیم په ماڈل دسکیم منظوري وركړه ۔ غونډه كښې د تجارت وزارت د اړخه انګوراډا د افغانستان او مينځنۍ ایشیا ریاستونو له د برآمدي زمیكز روټ په توګه سټیشن ګرځولو له سمري هم منظور كړې شوه ۔ غونډه كښې د هوابازۍ وزارت د اړخه د پي آئي اے لپاره په امریکائې ډالر كښې د پور لپاره د حکومت پاکستان په ضمانت 15 اربه ، 60 کروړه، 73 لاکھ 94 زره 711 اضافي روپو هم منظوري وركړې شوې ة دغسې اوس به د ضمانت حجم 247.63 اربه روپو څخه 263.23 ارب روپۍ شي ۔دغسې د وزارت قومي غذائي تحفظ اوتحقیق د اړخه په روژه كښې د چینو په بيعه كښې او د شوګر ایډوائزري بورډ د پاکستان شوګرملزایسوسي ایشن سره د چینو د پرچون بيعې په اړه سمري وړاندې كړه۔ اي سي سي د پاکستان شوګرملزایسوسي ایشن پنجاب زون د اړخه تر واړه اختر 20 میټرک ټن چیني په 95 روپۍ کلو وركولو او دا د ضلعې په كچه خلقو ته رسولو له د پرېكړو توثیق وكړو ۔اي سي سي په دې طرز په نورو صوبو او سيمو كښې هم د انتظامات کولو سپارښتنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
The Hangor Legacy
-
Indian brutality continues in Kashmir, three dies in Shopian
-
Govt resolves to protect, promote rights, freedom of every citizen: President
-
Killing on unsubstantiated blasphemy accusations not permissible, say ulema
-
Court files charge sheet against Shehbaz, sons over money laundering case
-
Gunmen attacked polio team in KP’s tank: Policemen martyred
-
Girl found alive during funeral bath after being declared dead by hospital
-
Govt to punish false accusers of blasphemy, says Ashrafi
-
Walk held to show solidarity with Kumara’s family
-
Pak vs WI: Team green to play against COVID-hit West Indies today
-
Sheharyar Afridi’s insulting remarks against journalist in France initiates controversy
-
Nasir Butt was found not guilty of defamation claims of blackmail and bribes by a UK judge