اسلام آباد 26 جنوری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان امريكې سره خپلو پخوانو اړيكو ته اهميت وركوي٬پاكستان او امريكا د اقتصادي او تجارتي اړيكو لا قوي كولو عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې موقع په جنيوا كښې په دې وروستيو كښې د شوي ريزيليئنټ پاكستان نړيوال كنفرنس پشمول د سېلاب نه پس د پاكستان تعميرنو او بحالۍ هڅو لپاره د امريكې په پرله پسې ملاتړ مننه وكړه۔وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان امريكې سره خپلو پخوانو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه منظم او په پراخا بنياد رابطې په دوه اړخيزه او سيمه ايزو څانګو كښې د دواړو هېوادونو شريك اهداف مخ په وړاندې عمل له مهمې دي۔په دې موقع د امريكې سفير ووئيل امريكا به د سېلاب بحالۍ سره سره معاشي پرمختګ او اصلاحات لپاره د پاكستان حكومت د هڅو ملاتړ جاري ساتي۔
متعلقہ مضامین
-
Peshawar clean air alliance raises concern about health impacts of air pollution
-
Prove that Maryam owns apartments, IHC asks NAB
-
Leader of TLP Saad Hussain Rizvi released from Jail
-
Pearson kicks off English proficiency initiative in Pakistan
-
Year’s biggest robbery in Lahore
-
Smoke Emitting Vehicles culprits for 45% pollution in Lahore: LHC
-
PM directs to accelerate clean air policy
-
Demolition of Nasla Tower starts
-
Pakistani furniture has great potential in Chinese market
-
SC orders demolition of Karachi’s Nasla Tower, seeks report by afternoon
-
Court reserves decision on plea seeking provision of CCTV footage
-
Ex-CJP’s leaked audio clip a ‘drama’: Imran