اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي او جنرل سېكرټري مولانا اسعد زكريا قاسمي خپل شريك بيان كښې وئېلي دي د هېواد حالات تقاضا لري چې د خبرو اترو عمل پېل كړے شي٬د پاكستان علماﺀ كونسل د هېواد په موجوده حالاتو كښې د سياسي او مذهبي مشرانو سره د ملاقاتونو سلسله پېل كوي٬په كراچۍ كښې بلدياتي ټاكنو كښې كوم ګوندونه چې اولس منتخب كړي بايد هغوي د شريك مفاهمت او خبرو اترو د اولس خذمت لپاره راوړاندې شي۔۔ علامه عبد الحق مجاهد، مولانا نعمان حاشر، مولانا محمد شفیع قاسمی، مولانا اسد اللہ فاروق، مولانا محمد اشفاق پتافی ، علامه طاهر الحسن ، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا عزیز اکبر قاسمی ، مولانا ابو بکر حمید صابری، مولانا محمد اسلم صدیقی او نورو د پاك ايران په پوله پنجګور ضلعې چكاب سېكټر كښې د ترهه ګرو د اړخه په امنيتي ځواكونو د بريد غندنه كولو سره وئېلي دي پاك پوځ او د سلامتيا ادارې د پاكستان د پولو محافظ دي او د خپلو پولو حفاظت لپاره هر ډول قربانۍ وركوي٬دغسې ټول قام د هغوي قربانو ته سلام كوي۔
متعلقہ مضامین
-
GB former judge has ‘direct relations’ with Nawaz: son
-
India leading itself to destruction by promoting Islamophobia: Alvi
-
Zardari gets bail in New York property case
-
PM Imran Khan avoided speeches of Opp leaders
-
Delhi, Lahore smog forces schools, industry closures
-
Every year 100,000 women contract breast cancer: Samina Alvi
-
Five model panagahs’ set up in Capital
-
Reference against ex-PM Abbasi adjourned till Nov 23
-
Kashmir families demand bodies of men killed during search
-
COAS for joint national response to tackle national security challenges
-
COAS for joint national response to tackle national security challenges
-
SC seeks details of officers, NACTA responsibilities