صحبت پور ۔4 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف هيله څرګنده كړې ده چې د روانې مياشتې په 9 مه نېټه په جنېوا كښې كېدونكي “انټرنېشنل کانفرنس آن کلائمیټ ریزیلیئنټ پاکستان” كښې به مهذبې ټولنې د سېلاب ځپليو بحالۍ او د بيا ودانۍ عمل كښې بشپړه مرسته كولو له وړاندې راشي ، په بلوچستان كښې عصري آسانۍ لرونكې 12 دانش سكولونه به جوړولې شي ٬ سېلاب ځپليو ته د كورونو د معاوضې په مد كښې ادائيګۍ له به ټول وسائل كارولې شي۔ د شورؤ په ورځ په صحبت پور كښې سېلاب ځپليو او د سيمې مشرانو ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل مونږ لپاره نن د خوشحالۍ ورځ ده۔ دې نه وړاندې چې ما د دې سيمې دوره كړې وه نو دا په اوبو كښې ډوبه وه او دلته د مرستې سامان رارسول كوم آسان كار نه وو۔ صوبائي حكومت شپه او ورځ كار كولو ٬ بياهم چېلنج دومره لويې وو چې ما په خپل ټول ژوند كښې ليدلې نه وو۔ د سندھ زياتره برخه هم په اوبو كښې ډوبه وه۔ بلخوا د پاكستان حكومت سره وسائل هم ډېر زيات محدود وو۔ په كومو حالاتو كښې چې مونږ حكومت په لاس كښې واخست حالات ډېر ناوړه وو٬ آئي اېم اېف سره لوظنامه ماته شوې وه٬ د تېلو قيمتونو آسمان سره خبرې كولې۔ د غنمو پېداوار زمونږ د طلب په مقابله كښې كم وو۔ په تېلو د پاكستان 27 اربه ډالره مصرف كړې شؤ كومه چې په تاريخ كښې تر ټولو زياته خرچه وه۔ په دې كښې شك نشته چې ګراني ډېره زياته ده ٬ د دې ټولو مسئلو سره سره د سېلاب صورتحال رامخې ته كېدل يو بل لويې چېلنج وو خو د لويے څښتن شكر دے مخلوط حكومت د خپل وس له مخې د سېلاب ځپليو مرسته وكړه۔ صوبائي حكومت د خپلې برخې كردار ترسره كړو۔ وفاقي حكومت بېنظير انكم سپورټ پروګرام څخه 100 اربه نه زياتې روپۍ سېلاب ځپليو لپاره بېلې كړې۔ ده ووئيل په 9 جنوری نړيوال كانفرنس كېږي په كوم كښې چې د ملګرو ملتونو د مشر په شمول نور استازي هم ګډون كوي۔ د دې كنفرنس مشري به هغه په خپله كوي او په دې لړ كښې د بېلو هېوادونو مشرانو سره د رابطو لړۍ روانه ده دغسې چې هغوي په دې كنفرنس كښې ګډون وكړي۔
وزیراعظم ووئيل د ملائيشيا نوي ټاكلي شوي وزيراعظم سره مې خبرې وشوې۔ هغه د پاكستان هر ډول مرسته كولو كښې خوښي ښكاره كړه او د زوم د لارې په دې كنفرنس كښې د ګډون كولو يۍ هم ووئيل۔ دغسې د تركيې صدر ٬ د قطر امير ٬ د متحد عرب امارات صدر هم مې هم خبره وكړه۔ د دانش سكولونو په اړه وزيراعظم ووئيل چې د اېچي سن په مقابله كښې دا دانش سكولونه د بې وزليو كورنيو كوچنيانو له جوړ كړې شوي دي۔ په دې موقعه وزيراعظم د رحيم يار خان په دانش سكول كښې د مور او پلار دواړو سېوري څخه د محرومې ماشومې عائشه خبره كولو سره ژړغونې شو۔ وزیراعظم په دې موقعه په بلوچستان كښې د 12 دانش سكولونو جوړولو اعلان وكړو چرته به چې كوچنيانو ته وېړيا زده كړې او خوراك څښاك آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل كه لويې څښتن ته منظور وي نو په صحبت پور كښې به دانش سكول د مارچ تر 23 نېټه د هاسټل او نورو آسانيو سره بشپړ شي او ددې پرانسته به په 23 مارچ كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل كومې مطالبې چې وړاندې كړې شوي دا به ترسره كولې شي۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو د بحالۍ كار روان دے۔ په دې موقعه د بلوچستان ګورنر جان محمد جمالي په خپله سيمه كښې د دانش سكول جوړولو له د زمكې وېړيا وركولو اعلان وكړو۔ وزيراعظم ته د سېلاب ځپليو بحالۍ او د تباه شوي انفرارسټركچر بيا رغونې او بحالولو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔
متعلقہ مضامین
-
UMT ranked among top 500 universities
-
Opposition parties misleading nation by giving fake information on petroleum products: Hassan Khawar
-
AJK president briefs PM on his foreign visits to highlight Kashmir cause
-
CTD arrests four terrorists of BLA, TTP in Karachi raid
-
PM stresses importance of morality for a nation’s success
-
Pakistan, Korea possess great potential in tourism, agriculture and trade sectors: Korean Ambassador
-
Education system in Sindh paralyzed: Haleem
-
Afghan FM to arrive in Pakistan today
-
‘There are no holy cows in Pakistan, I believe in rule of law’ PM Imran Khan tells Supreme Court
-
Fawad, Rasheed praise PM for appearing in court
-
Pakistan Boulevard inaugurated in Izmir, Turkey
-
COVID-19: Pakistan records 8 deaths, 554 new cases in a day