اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تر راتلونكې كال اپرېل مياشتې څخه وفاقي سركاري ودانۍ او دفترونه په شمسي توان د منتقل كولو اعلان كولو سره وئېلي دي د تجديد وړ او په ارزان توان ذريعو انحصار د وخت مهم ضرورت دے ٬د تېل او ګاز كلن درآمدي بل 27 ارب ډالره او ګردشي قرض تر 2500 ارب روپو رسېدلے دے٬د تېرو 30 كلونو په مهال د توان په څانګه كښې كوم اصلاحات نه دي شوې٬د پي ټي آئي حكومت د ارزانه تېلو او ګاز په نه اغستو د مجرمانه غفلت مظاهره كړې٬نيب د نيازي له لاس وركولو له امله د احتساب په نامه سياسي مخالفين د انتقام سره مخ كړي٬حكومت د هېواد معاشي مسئلو حل لپاره هڅې كوي۔ده د دې خيالاتو د نهې په ورځ د شمسي توان په اړه كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔وزيراعظم ووئيل د ګران درآمدي ايندهن له امله هېواد معاشي مسئلو سره مخ دے٬لائن لاسز او د برېښنا غلا په ګردشي قرض كښې د اضافې لويې وجوهات دې٬په ګرانۍ كښې ګير اولس مونږ څخه ډېرې هيلې لري٬د اولس باور بحالولو لپاره شپه ورځ خواري كوو٬ ده ووئېل د قائداعظم اصولو له مخې هېواد د پرمختګ په لاره روانول زمونږ قامي فريضه ده٬د روس –يوكرين جنګ څخه د تېلو په نړيوالو بيعو كښې اضافه شوې٬د جنګ په نتيجه كښې په نړيواله كچه د ګاز هم بحران رامخې ته شوے ٬مالدار هېوادونه په زياته بيعه ګيس اخلي٬پرمختګ كوونكي هېوادونه په ګرانه بيعه ګاز اخستل ته مجبور شوي٬ ده ووئېل د كورونا وبا په مهال د تېلو او ګاز بيعې كمې شوې وې خو د پي ټي آئي حكومت د ارزانه تېلو او ګاز په نه اغستو د بدترين غفلت مظاهره كړې او هېواد يې د معاشي مسئلو پلو بوتلے۔ده ووئيل د تجديد وړ او په ارزانه توان ذريعو انحصار د وخت مهم ضرورت دے ٬د مسلم ليګ(ن)په تېر دور كښې په بندونو كار پیل شوے ؤ او په زرګونو مېګاواټ برېښنا په سسټم كښې د شاملولو نه پس لوډشېډنګ ختم شوے ؤ ٬ ده ووئېل د سي پیك له مخې هم ګڼ شمېر پلانټس لګولي شوي ۔ده ووئيل د 10 زره مېګاواټ شمسي توان په پروژو كار پیل شوے ٬د توان ترلاسه كولو لپاره ځايې سكاره هم كارولې كېږي٬د شمسي توان استعمال څخه به د اربونو ډالرو بچت باوري شي٬صوبائي اعلٰی وزيران٬د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير حكومتونه هم د شمسي توان استعمال ته وده وركوي٬وفاقي حكومت به په دې كښې د هغوي بشپړه مرسته كوي۔ده ووئيل تر راتلونكې كال اپرېل څخه به د وفاقي حكومت ټولو دفترونو او سركاري ودانۍ په شمسي توان منتقل كړی شي
متعلقہ مضامین
-
Opp misleading nation on petroleum products: Hassan
-
Country’s progress on rise: Tarin
-
Six people die of dengue in Lahore, Gujrat
-
19 hoarders, profiteers arrested in Rawalpindi, businesses sealed
-
Top military officials to brief lawmakers on national security today
-
Citizens urged to report hoarders thru ‘Qeemat App’
-
Pindiites get MLCs thru khidmat counters
-
PM’s appearance in SC proves PTI believes in rule of law, Constitution: Fawad
-
Ambassador of EU meets with Gen Bajwa
-
Babies infected with Rubella face heart ailments, blindness
-
KP to operate underutilised health facilities under PPP
-
Covid cases again show slight uptick