اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان هند سره ټولې تصفيه طلب چارې د مذاكراتو د لارې هوارول غواړي ٬ معاشي استحکام لپاره خپله سفارتكاري لا موثره جوړولو لپاره مهمو هېوادونو سره دوه اړخيزه رابطو ته وده وركوٶ۔ شاہ محمود قرېشي دا خبرې خارجه چارو لپاره د مشاورتي کونسل پنځمې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ غونډه كښې پخوانيو سفيرانو ٬ پخوانو خارجه سېكترانو ٬ د نړيوالو چارو پوهانو او نورو غړو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې منطقه كښې د امن او امان د صورتحال پشمول د خارجه پاليسۍ په اړه په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو غور وشو۔ خارجه وزير ګډون كٶنكو ته په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو قامونو سره د پاكستان د اوسنۍ روابطو د نوعيت پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پاکستان منطقه كښې ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د سوليزو اړيكو ملاتړ كوي۔ خارجه وزير د غونډې غړي د جاپان او چين خپلې اوسنۍ دورې تفصيلاتو نه خبر كړل۔ ده ووئيل افريقائي هېوادونو سره دوه اړخيزه اقتصادي مرستې ته وه وده وركولو هم اوږد مشاورت شوې۔ ده ووئيل پاکستان منطقه كښې امن او استحكام لپاره په افغان امن عمل كښې خپل معاونت دوامدار ساتلې۔ مشاورتي کونسل كښې د هند او پاكستان ترمېنځه د آبي مسئلو ٬ د دې د قانوني حيثيت او په سياسي مضمراتو هم تفصيلي مشاورت وشو۔ خارجه وزير ووئيل مونږ هند سره ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې په هوارولو كښې خوښي لرو۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي د خارجه وزارت په ګڼ اړخيزه چارو كښې په معاونت د خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل د غړو خاص مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Federal govt notifies transfer, posting of officers
-
No reconciliation with armed group threatening constitutional government: Khurram
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
Electoral reforms: NA passes Elections (Amendment) Bill-2022
-
Balochistan CM Bizenjo survives no-trust motion
-
Senate passes Elections (Amendment) Bill to reverse EVM use, overseas voting
-
Pakistan participates 17th SCO Forum meeting
-
Senior Lawyer Naeem Butt condemns life imprisonment of Yasin Malik
-
Govt to devise new strategy to deal with inflation in country: Dr Aisha
-
ANF seizes over 2,629kg drugs, 39 held
-
CM felicitates nation on Youm-e-Takbeer
-
Pakistan delegation to visit India next week for water dialogue