اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي نن وزيراعظم عمران خان د 20 كروړه پاكستانيانو ترجماني كړې ٬ كه د امن خبره اوشي نو د امن خبره به كوو٬كه د جنګ خبره وكړې نو جنګ به كوو ۔د رېلوے وفاقي وزير د نهې په ورځ په خپل جاري شوي بيان كښې وئېلي دي وزيراعظم په واضحه ټكو وئېلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ولاړ دے او عمران خان يو واضح پېغام وركړې چې نن په ټولو هندي مسلمانانو جې كوم ظلم كېږي٬د دغې سوب د كشمير مسئله ده كومه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كول پكار دي۔ ده ووئېل عمران خان واضحه پېغام وركړی چې مونږ بنګړې نه دي اچولې ٬ زمونږ لپاره پاكستان ژوند او مرګ دے ٬ ده ووئېل كه چا پاكستان ته په كږه سترګه وكتل نو سترګې به ترې ا وباسو٬ ځكه چې پاكستان د مسلمانانو هغه قلعه ده كومې ته چې د ټولې نړۍ مسلمانان ګوري
متعلقہ مضامین
-
JSMU celebrates World Oral Health Day
-
No-trust vote: NA speaker vows to fulfil obligations
-
OIC Contact Group takes stock of human rights violations in IIOJK
-
Farrukh rebukes Khaqan, Sethi for justifying corruption in media
-
A dying tale of River Ravi
-
Apex court verdict to determine country’s political future: govt
-
PTI fighting for supremacy of state institutions: Aliya Hamza
-
Police kill two decoits in encounter in Lahore
-
DHA Islamabad International Squash Championship kicks off
-
‘Entire nation firmly stands with PM’
-
Sh Rashid reacting like street thug: Marri
-
Govt issues special cards to journalists for coverage: Farrukh