اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د څلور ملكي دورې په پېل كښې د ګل په سهار د افغانستان پايه تخت كابل ته ورسېدو۔ د بهرنيو چارو وزير د 24م نه تر 26م دسمبر 2018م د افغانستان٬ اېران٬ چين او روسيې دوره كوي۔ د بهرنيو چارو وزير كابل ته د رسېدو نه پس د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره په كابل كښې د پلاوو په كچه مذاكرات وكړل۔ د خارجه دفتر وياند په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د مذاكراتو په مهال دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو٬ د افغانستان په پرمختګ٬ خوشحالې٬ په افغانستان كښې د امن و امان په صورتحال او د مذاكراتو عمل پشمول د دواړو هېوادونو په تجارتي او اقتصادي روابطو زياتولو خبرې وشوې۔ د بهرنيو چارو وزير سره د بهرنيو چارو سېكتره او د بهرنيو چارو د وزرات اعلٰي چارواكي هم دي۔ د خپلې دورې په مهال به د بهرنيو چارو وزير د دې هېوادونو لوړ رتبه چارواكو سره د پاكستان اړيكې په ټېنګولو خبرې كوي۔ هغه به دې هېوادونو سره په تندې سره په بدلېدونكي سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم خبرې كوي۔ د ملاقاتونو په مهال به په افغانستان كښې په امن او د مذاكراتو په دې وروستيو هڅو هم خبرې كولې شي
متعلقہ مضامین
-
Satrang Gallery exhibition ‘Bera Paar’ in full swing
-
Outcry as over 100 people robbed in Karachi’s Korangi area
-
Sindh governor lauds Deaf Reach Program services
-
Opp to fail in bringing no-confidence motion: Hasaan Khawar
-
Annual Sports Week 2022 kicks off at University of Turbat
-
Massive forestation crucial to save future generations: PM
-
President, PM condole over demise of ex-minister Rehman Malik
-
Counseling on premarital screening for Thalassaemia important to reduce cases: President
-
Dr Mehdi Hassan is no more
-
12 more die of Corona, 421 new cases confirmed in KP
-
200,000 kites destroyed
-
Book highlighting negative impacts of deforestation launched