كراچۍ 22 دسمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه بحريه اكېډمي كښې 110م مډ شپ مين او 19م شارټ سروس كورس پاسنګ آؤټ دستورې كښې ګډون وكړو۔سرلښكر د خالي په ورځ په دې دستوره كښې خاص مېلما وو۔د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د پاك بحريه پخواني مشرانو٬افسرانو او د هغوي كورنيو پاسنګ آؤټ پرېډ وكتلو۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پرېس له مخې سرلښكر د پرېډ څارنه وكړه او په ښه كاركردګۍ يې انعامونه وركړل۔تر ټولو اعلٰی قائداعظم ګولډ مېډال د پاك بحريه لېفټيننټ حارث علي خان له وركړې شو۔مډ شپ مين توقير حسېن له په ښه كاركردګۍ اعزازي توره وركړې شوه دغسې مډ شپ هارون خان د اكېډمي ډيرك ترلاسه كړو۔په دې موقع په خپل خطاب كښې سرلښكر ووئيل ستاسو لپاره دا لويې اعزاز دې چې تاسو د هېواد خذمت او د پاكستان د سمندري پولو دفاع غوره كړې۔په پرېډ كښې مېرمنې كېډېټ كتلو سره ډېر خوشحاله شوې يم٬دا مېرمنې د سړو سره اوږه په اوږه په هر مېدان كښې شموليت او مقابلې كول د دوي د عزم عكاسي ده۔ده ووئيل زه په دې ډېر خوشحاله شوې يم چې د بحرين نيول اكېډمي٬اردن٬مالديپ٬قطر٬سعودي عرب او د يمن پشمول د ملګرو هېوادونو كېډټس هم تربيه كوي۔ده په دې كاميابۍ هغوي لپاره او د هغوي د ښه اقدام لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې كېډېټ افسران به په خپلو اړوندو هېوادونو كښې د پاكستان د خېرسګالۍ سفيران وي۔پھ دې موقع پاسنګ آؤټ كورس بشپړونكو كېډټس مور پلار او كورنيو له هم سرلښكر مباركي وركړه۔ده په كېډېټس زور راوړو چې د زده كړې عمل يو مسلسل عمل دې او تاسو د دې آغاز كوۍ۔ده ووئيل دا ستاسو ذمه واري ده چې خپل ځان د سائنس او ټېكنالوجي او په جنګي څانګو كښې د جديد پېشرفت څخه خبره وساتۍ۔ده ووئيل د زيات شوي هائبرډ خطرو مخ نيوي له مونږ له رواياتي سوچ بدلولو سره نوې سوچ خپلولو ته اړتيا ده٬د پاكستان د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي٬نوي حكومت هند ته د ښه نيت سره د امن او ملګرتيا لاس وړاندې كړې٬د امن سره به ټولو ته ګټه وشي٬دا وخت د لوږې٬ناروغو او ناخواندګۍ په ضد د جنګ دې٬زمونږ وسله وال ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو لويو قربانو سره امن راوستلې٬دا زمونږ ذمه واري ده چې اتحاد٬يقين او په تنظيم عمل كولو سره دغه قربانو له عزت وركړو٬دا وخت دې چې مونږ خپل هېواد له څه وكړو۔راځۍ چې مونږ په ګډه د علامه اقبال او قائداعظم په افكارو عمل كولو سره شخړې په پرمختګ كښې بدل كړو او هم دا وخت دې چې د خپل هېواد لپاره څه وكړو
متعلقہ مضامین
-
IGP takes notice of girl’s rape in Sheikhupura
-
Balochistan govt to issue Kissan Cards by March
-
Cop injured in DI Khan IED blast
-
Martyrs like Captain Haider Abbas real ‘national heroes’: Farrukh
-
PM’s visit to Moscow may strengthen economic ties : Ali Muhammad
-
Arch-rivals of politics joining hands to protect looted money: Farrukh
-
GCU Syndicate members ask governor to convene meeting
-
Security forces gun down 12 terrorists in Balochistan, KP
-
Kamyab Jawan Talent Hunt Youth Wrestling League from March 7 in KP
-
Every Pakistani wants justice as dispensed in Noor Mukadam case: Fawad
-
Gifting plants a new thing in twin-cities
-
Seven terrorists killed in KP, Balochistan operations