اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئېلي دي چې د پاكستان آئين چې څوك غېر مسلم وګرځوي هغه كله هم مسلمان نه شي كېدے٬ د مذهبي چارو وزارت به د علماكرامو او د حكومت ترمينځه د پل كردار ترسره كوي٬د حضور نبي كريم(ص)تعليمات مونږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ سيرت النبي(ص)كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې د سيرت النبي كنفرنس په رسمي يا روايتي طريقه نه كوو بلكې دا عبادت ګڼلو سره كوو ځكه چې د لوے څښتن نه پس پھ مونږ د حضور نبي كريم(ص)احسانات تر ټولو زيات دي۔ده ووئيل چې دا خبره د خوشحالۍ له ده چې په كنفرنس كښې د برتانيې٬هند٬ايران٬عراق٬سعودي عرب٬مراكش٬لبنان٬سوريه او د نورو هېوادونو نه علماﺀ او مشائح ګډون كوي۔ده ووئيل چې وزارت به د اسلام په ترويج كښې تل كردار ترسره كوي او مونږ به د علمائے كرامو او د حكومت ترمينځه د پل كردار ترسره كوو۔پير نورالحق قادري ووئيل چې د پاكستان آئين چې څوك غېر مسلم ګرځولي هغه كله هم مسلمان نه شي كېدې۔ده ووئيل چې د سپكاوي د حاكو په ضد پاكستان په ښه ډول غږ پورته كړو او وزيراعظم عمران خان واضحه پیغام وركړې و چې شاهد مغرب ته علم نشته چې مونږ خپل نبي پاك(ص)سره څومره مينه لرو۔ده ووئيل چې د حاكو په اړه د هالينډ سفير راوغوښتلې شو او د سخت غبرګون څرګندونه وكړې شوه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو ته ټېليفون وكړو او هغوي ته يې د موثره حكمت عملۍ خپلولو ووئيل۔ده ووئيل چې د حضور نبي كريم(ص)تعليمات مونږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي۔حضور نبي پاك(ص)تل د مساواتو درس وركولو سره وئېلي دي چې كوم سپين په تور او عربي په عجمي فوكيت نه لري او تقوی داسې څيز دې كومه چې د اعمالو د بلندۍ ذريعه ده۔
متعلقہ مضامین
-
USA, China and UK remain top 3 destinations of Pakistani exports during 6 months
-
Education vital for progress, prosperity of country: Asad
-
Anti-encroachment operation continues in Sukkur
-
SC takes up plea against delay in KP LG polls today
-
KP Government promoting unexplored archaeological sites
-
Opposition can’t get required numbers for no-confidence against Govt: Rasheed
-
Excise dept checks 9,000 vehicles: Chawla
-
Punjab CM condemns ban on hijab-clad female students in India
-
Pakistan sends over 3000 medical staff to Kuwait soon
-
WAPDA starts five dams construction after years halt
-
Unknown assailants threatened a man in Lahore’s Iqbal Town area
-
PM was right not to shake hands with Shehbaz: Gill