اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف سناتور فېصل جاوېد وئېلي دي د احتساب قامي بيورو د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف څخه تحقيقات كوي٬ د شهباز شريف د حكومت نه وړاندې او وروستو اثاثې دې وكتلې شي٬فرق به واضح شي٬دا خلق د مالداره نه مالدار شي او غريب ورځ تر ورځې غريب كېږي۔ ده ووئېل دې خلقو پاكستان د 6 زره اربه نه 30 زره اربه قرض دارے كړے ٬هر كال به د لس اربه ډالرو مني لانډرنګ كېدو۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې فېصل جاوېد ووئيل د هېواد قرض د 6 زره اربه نه 30 زره اربه ته رسېدلې كوم قرض چې اخستلې شوې٬هغه چرته خرڅ كړی شوې۔ده ووئيل نېب د شهباز شريف نه پلټنې كوي هر څه به معلوم شي۔ده ووئيل احتجاج كول د اپوزېشن حق دے خو په يوه دائر كښې پاتې كېدو سره دې احتجاج وكړی شي۔ ده ووئېل د تحريك انصاف حكومت به په هېواد كښې د احتساب عمل مخ په وړاندې بوځي٬لار مشكله ضرور ده خو منزل آسان دے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به هغه هېواد جوړوي چې كله به هم چا ته لاس ونه نيس
متعلقہ مضامین
-
PPP, PML-N should learn to stand on their feet first
-
PML-N may replicate TLP protest model if govt forces using EVMs: Rana Sanaullah
-
Pakistani soldier serving UN Mission in Central African Republic martyred
-
EVM will end rigging, ensure fair elections
-
CPJ urges India to drop charges against Kashmiri journalist
-
IMF offered harder terms to Pakistan after change in economic team, says ex-finance secretary
-
‘Hacked’ Twitter of Pakistan’s Serbia embassy criticises PM
-
NAB opposes acquittal plea of Gilani, Ashraf in chairman OGRA appointment reference
-
Afghanistan going through poverty, unemployment crisis: governor
-
Protection of lives, property government’s priority: Farrukh
-
Jhang AC gunned down by cousins in hometown
-
Police kill two alleged bandits in encounter in Karachi