اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د تاكنو كمېسون وئيلي دي سمندر پورې پاكستانيانو ته په ضمني ټاكو كښې د ووټ حق د انتخابي قانون 2017 له مخې د پراجېكټ په توګه وركولې كېږي د كومو راپور چې به پارلمان ته وړاندې كولې شې او د دغې په رڼا كښې به نوره قانون سازي كولې شي٬ آئي ووټنګ د لارې ھغه پاكستانيان كوم چې په ضمني ټاكنو كښې اړوندې حلقې سره تعلق لري او نامه ئې په انتخابي فهرست كښې د ووټر په توګه درج وي ھغوي سره نائيكوپ مشين ٬ريډاېبل پارسپورټ ٬د سم او تصديق شوې اي مېل درك وي هغه به د ووټ اچولو اهل وي۔ د نهې په ورځ د نادرا چارواكو څخه د ټاكنو كمېسون د لوړ پوړو د ملاقات نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال د ټاكنو كمېسون وياند نديم قاسم ووئيل رجسټرېشن به تر 15م ستمبر دوام لري۔ وياند ووئيل كمېسون د سركاري ټي وي او ورځپاڼو د لارې شعور بېدارولو لپاره كمپائن چلوي۔ ده ووئېل د خارجه دفتر د لارې د ټاكنو كمېسون د آئي ووټنګ رولز او طريقه كار ټولو قونصل خانو ته لېږلې دې او د شورو په ورځ به په ورځپاڼو كښې اشتهار هم جاري كولې شي ٬د دې له مخې به د ووټرانو رجسټرېشن كېږي او بيا چې په كومه حلقه كښې ضمني ټاكنې كېږي د ھغې حلقې ووټرانو ته به پاس ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل دا پرېكړه لا نه ده شوې چې د نن نه تر شپږو بجو پولنګ په څومره دورانيې وي ځكه وړاندې به ووټر ته پاس كوډ وركولې شي او د وووټرانو لخوا د ووټ حق به هم د پولنګ د دورانيې په مهال كارولې شي۔ وياند ووئيل په دې لړ كښې جوړ كړې شوې سافټ ويئر په اګليسۍ او اردو كښې د كمېسون په وېب پاڼه موجود دے۔
متعلقہ مضامین
-
China ready to work for high quality CPEC development
-
Minorities in Pakistan enjoy full freedom, says Qadri
-
Digital Cooperation Organization SG visits COMSATS
-
No negligence will be tolerated in curbing smog
-
Dubai passengers offloaded twice from plane due to technical error
-
EVM to help get rid of rigging in polls: FM
-
Pakistan marks World Children’s Day with pledge to ensure rights
-
Cadastral mapping detects encroachment of Rs 5.59 trillion state land: PM
-
Steps being taken for protection of journalists rights, says Fawad
-
TBTTP as major ecosystem restoration initiative termed global success story at COP26: Zartaj
-
Pakistan logs 315 fresh coronvirus cases in last 24 hours
-
CCP to resume probe to comply with SC orders