اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي وزیراعظم هاؤس كښې د اعلٰې درجې پوهنتون او د څلورو واړو صوبو ګورنر هاٶسز كښې د مېوزيم جوړولو پرېكړه شوې او نورې سركاري ودانۍ به د سېلګرۍ په ځايونو او هوټلونو بدلولې شي٬ دې اقدام سره به په كلنه توګه د 105 كروړه روپو بچت كېږي ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د تاريخي ودانيو بيا كارولو د مجوزه منصوبې پحقله د غونډې نه پس د ميډيا نمائندګان د تفصيلاتو نه خبرولو كښې ده ووئيل عمران خان چې قام ته د خپلې وېنا په مهال د كومې سادګۍ خپلولو وئيلي وٶ د ھغې په رڼا كښې ووئيل شول چې د حكومتونو د شاهي خرڅونو څخه خلق پرېشانه دي h, دې لپاره حكومت د شاهي خرڅونو ختمولو او د سادګۍ خپلولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل په غونډه كښې دا پرېكړه وشوه چې د 1096 كناله وزيراعظم به په اعلٰې درجه پوهنتون بدلولې شي٬ او په كلنه توګه به 47 كروړه روپۍ د كال بچت شي۔ وفاقې وزير ووئيل په غونډه كښې دا هم پرېكړه شوې چې د وزيراعظم هاٶس شا ته په زمكه به پوهنتون لپاره وداني له پي سي ون جوړولې شي٬ ده ووئېل پوهنتون جوړولو لپاره د تعليم وزير شفقت محمود ٬ د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن ډاكټر طارق بنوري او د ډاكټر عطاء الرحمن پشمول كمېټي جوړه كړې شوې او دا پوهنتون به د تعليم په لحاظ سره يو ځانګړې پوهنتون وي۔ شفقت محمود ووئېل د ګورنمنټ هاٶس مري په ښكلا چې په دې وروستيو كښې د پنجاب واكمنو 60 كروړه روپۍ لګولې هغه به په هېريټېج بوتيك هوټل بدلولې شي٬ په دې ودانۍ به په كلنه توګه 4 كروړه روپۍ خرڅونه راتلل۔ ده ووئېل پنجاب هاٶس مري به د سېلګرۍ په كمپلېكس بدلولې شي په كوم چې به په كلنه توګه 2نيم كروړه روپۍ خرڅ كېدلې۔ د تعليم وزير ووئيل پېنډۍ كښې پنجاب هاٶس او دې سره خوا كښې ګورنر انېكسي چې مجموعي زمكه ئې 70 كناله ده په ھغې به 4 كروړه روپۍ په كلنه توګه خرڅ كېدلې دغه به هم په اعلٰې تعليمي اداره بدلولې شي پاو ه دې
متعلقہ مضامین
-
عمران خان د پي ټي آئي پارلماني كمېټۍ غونډه (نن) د ګل په ورځ راوبلله
-
پاكستان به پھ خپلو داخلي معاملو او په خاص توګه په معاشي پالېسۍ كښې بل چا ته د مداخلې اجازه ورنه كړي
-
د هند لخوا د آرټيكل اے 35 منسوخ كول كشميريان د استوګنې د حق څخه د محرومولو او په اقليت د بدلولو هڅه ده
-
تحريك انصاف اسد قېصر د قامي اسمبلۍ سپيكر او چوهدري محمد سروس د پنجاب ګورنر چوكۍ لپاره ونومول
-
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سيد علي ظفر په مشرۍ كښې د نېشنل انرجي ايفيشنسي وكنزوېشن اتهارټي(نيكا)د وړومبني بورډ غونډه
-
په هانګ كانګ كښې به نړيوال كاسمو پروف ايشيا نندارتون د نومبر په 14مه نېټه كېږي
-
ستر قاضي ميا ثاقب نثار سره د نړيوال قانون اټارني بېرسټر خاور قرېشي ملاقات وكړو
-
د قومي اسمبلۍ افتتاحي غونډه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ سهار لس بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي
-
د بلاول بهټو د سوګند پورته كولو په مهال بختاور بهټو زرداري او آصفه بهټو زرداري هم قومي اسمبلۍ ته راغلې وې
-
د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن سيد علي ګېلاني د آزادې په ورځ پاكستاني حكومت او قوم ته مباركي وركړه
-
کابینه ډویژن د عمران خان د پاكستان وزيراعظم منصب ذمه وارۍ سنبالولو په اړه نوټيفكېشن جاري كړو
-
د آذربائیجان وزیراعظم نوروز محمدوف عمران خان ته د وزيراعظم منصب په سنبالولو مباركي