اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان سره د چين خارجه وزير وانګ ژي د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د چين خارجه وزير د لوړې كچې يو پلاوي مشري كوله په كوم كښې چې درې وزيران هم شامل وو۔ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د چين خارجه وزير د وزارت عظمی منصب په سنبالولو عمران خان ته مباركي وركړه۔ ده د چيني مشرتابه لخوا د پاكستان نوي حكومت له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده وزيراعظم ته د چيني مشرتابه لخوا نوي حكومت سره كار كولو كښې د خوښۍ لرلو په اړه هم ووئيل۔ ده ووئيل چينائي مشرتابه پاكستان سره ستراتيجكي همكاري لا زياتول غواړي۔ ده وزيراعظم ته د چينائي وزيراعظم لي كي كيانګ لخوا د چين سركاري دورې بلنه وركړه۔ وزيراعظم د چينائي مشرتابه لخوا په نېكو هيلو لرلو د خارجه وزير مننه وكړه۔ ده چين سره ملګرتيا له د خپل لوظ پخلي كولو سره ووئيل دپاكستان په خارجه پالېسۍ كښې چين سره ملګرتيا ته بنيادي حېثيت ترلاسه دې۔ وزیراعظم د چينائي همڅنګ لي كي كيانګ د وزارت عظمی منصب په سنبالولو د مباركۍ او نوې حكومت سره مرستې له د ټېلفون په كولو مننه وكړه۔ده د دورې په بلنه هم د چينائي مشرتابه مننه وكړه۔ ده ووئيل زه هم چينائي مشرتابه سره ملاقات ته سترګې په لاره يوم۔ وزیراعظم د چين حكومت سره په چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبې عملدرآمد له د خپل عزم پخلې وكړو۔ ملاقات كښی په سيمه ايزه وضعه او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
متعلقہ مضامین
-
MERC delegates visit rescue headquarters and academy
-
25 fresh Covid-19 cases reported in capital
-
President, PM, Fawad, others condole demise of Sheikh Rashid’s brother
-
Pakistan Navy Ship conducts rescue operation in North Arabian Sea
-
World urged to take notice of Indian forces’ barbarity
-
Need for dialogue on ecological governance urged
-
ECP responsible for holding next polls through EVM: govt
-
Pakistan claims 10 deaths, 418 new coronavirus cases
-
Senate approves NAB amendment ordinance 2021
-
PTA restores TikTok
-
Islamabad to have modern LED lights
-
PM orders facilitation of Chinese investors on emergency basis