كراچي 30 اګست (اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي رېلويز د عام وكړي سورلي ده٬ د رېلويز بحالۍ لپاره په شا كتل نه دي مونږ له به وړاندې تلل دي٬د رېلوے زمكې خلاصولو لپاره ټولو ادارو سره به پھ ګډه منصوبه بندي كولې شي٬سركلررېلوے لپاره چې څنګه سندھ حكومت غواړي هغسې به كېږي٬د سندھ وزيراعلٰی سره به پھ دې لړ كښې ملاقات كوم۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د كراچۍ په كينټ سټېشن پرېس كنفرنس ته خپل خطاب كښې كړې۔په دې موقع ده 65 كالو څخه زيات عمر خلقو لپاره د رېلوے په كرايه كښې 50ني په نيمه او د 75 څخه زيات عمر كسانو لپاره د وړيا مزب كولو اعلان وكړو۔شېخ رشيد ووئيل د رېلويز درې افسران اخوا كړې شوي او دوه افسرانو ته په كاركردګۍ كښې د ښه والي لپاره د يوې مياشت وارننګ وركړې شوے ۔ده ووئيل رېلوے ګټوره اداره جوړول غواړم۔ده ووئيل د رېلويز 42 اربه روپۍ خساره ختمولو له هڅه كوو۔شېخ رشيد احمد ووئيل د رېلويز روغتونونه د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ لپاره به پرانستلې شي۔ده ووئيل د رېل ملازمينو لپاره د ټولو نه زيات كورونه په كراچۍ كښې به جوړولې شي۔كے اليكټرك هم د ميټر لګولو لپاره تيار دې۔ده ووئيل د رېلويز بحالۍ په اړه خپل پروګرام كابينې ته وړاندې كوم٬د ګرين لائن طرز دوه نوې رېل
متعلقہ مضامین
-
‘Rising number of diabetic patients a wake-up call’
-
Citizen asked to beaware of fake SMS, calls in name of Ehsaas
-
SC calls on FIA DG, ETPB chief in evacuee property case
-
Fire engulfs bushes near Islamabad airport
-
Govt committed to provide relief to people: Ali Muhammad
-
Senate passes four resolutions
-
Speaker receivesno letter from Shehbaz Sharif
-
Train hits college van in Sheikhupura, leaving three dead
-
PM proposes religious festivals for youth’s character building
-
PM to go soon as winds of change have started, says Sindh CM
-
SC seeks details of officers, NACTA responsibilities
-
VCs in universities appointed on merit