اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) سېنېټ ته وئيلي شوي دي چې په ستره محكمه كښې مېرمنې ججې لپاره هېڅ خاص كوټه نشته۔ جوډيشل بھرتۍ په مېرټ كېږي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورې ثمينه سعيد د پوښتنی په ځواب كښې د قانون وفاقي وزير ډاكټر فروغ نسيم ووئيل په ستره محكمه كښې د مېرمنې ججې لپاره هېڅ خاص كوټه نشته۔ د مېرمنو په تعينات كېدو هېڅ بندېز نشته۔ جوډيشل بھرتۍ په مېرټ كېږي۔ مېرمنو سره كوم امتيازي سلوك كولې نه شي۔ ددوئي ډاډګرينه كولې شي ولې دوئي لپاره هېڅ خاص كوټه نشته۔ د وزيراعظم سلاكار ډاکټر بابر اعوان ووئيل ما يو بل راوړے وو چې د سترې محكمې په شمول آئيني عدالتونو كښې هم بايد مېرمنې وي۔ په دې بل كه بيا غور كېدې شي نو غور له دې راوړلې شي۔ په پارلمان كښې په مهمو چوكو مېرمنې پاتې شوي دي۔ مېرمنې اوس په پوځ كښې هم په اعلی منصوبونو دي۔ جنګي الوتكې هم الوزوي۔ په ستره محكمه كښې مېرمنې نشته دلته بايد دوئي له كوټه وټاكلې شي۔ ډاکټر فروغ نسیم ووئيل دې لپاره به آئين كښې بدلون كول وي
متعلقہ مضامین
-
Citizen asked to beaware of fake SMS, calls in name of Ehsaas
-
SC calls on FIA DG, ETPB chief in evacuee property case
-
Fire engulfs bushes near Islamabad airport
-
Govt committed to provide relief to people: Ali Muhammad
-
Senate passes four resolutions
-
Speaker receivesno letter from Shehbaz Sharif
-
Train hits college van in Sheikhupura, leaving three dead
-
PM proposes religious festivals for youth’s character building
-
PM to go soon as winds of change have started, says Sindh CM
-
SC seeks details of officers, NACTA responsibilities
-
VCs in universities appointed on merit
-
PM lauds spirit of MNAs for attending parliament joint session