اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې په نګران سېټ اپ مونږ تحفظات لرو٬چرته چې نګران سېټ اپ د غېر جانبدارۍ څرګندونه نه كوي مونږ به خپل غږ ضرور پورته كوو٬بلاول ماشوم دے٬په پروټوكول كښې ځي او پھ شا يې د زرداري طاقت دے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو ټي وي چينل په پروګرام كښې وكړې۔ده ووئيل د كال 2013م په ټول ټاكنو كښې زمونږ سوچ هم نه و چې درغلي به وشي ځكه چې پخواني ستر قاضي افتخار چوهدري لپاره يو پوره تحريك چلېدلې ؤ او مونږ ټولو آزادې عدليې لپاره هلې ځلې كړې وې تر دې چې ما 8 ورځې په زندان كښې هم تېرې كړی وي ٬ ده ووئېل مونږ ته دا معلومه نه وه چې د هغه وخت ستر قاضي افتخار چوهدري په انتخابي درغلۍ كښې پوره ككړ وو او چې چا ته نګران حكومت ترلاسه شو هغوي هم پنكچرې ولګولې ځكه چې د ټولې انتظاميې پشمول ټول پولنګ سټاف د دوي سره وو او د هغه وخت د ټاكنو كميسون هم ٬ ده ووئېل په هغه ټاكنو او دې ټاكنو كښې د زمكې او آسمان فرق دے۔ده ووئيل د كال 2013م د ټول ټاكنو نه پس مې هم دا خبره كوله چې ټول ګوندونه وائي په ټاكنو كښې درغلي شوې نو بايد پلټنې وشي او دا پلټنې دې لپاره هم بايد وشي چې په راتلونكو ټول ټاكنو كښې درغلي ونه شي ۔۔ده ووئيل زه هيله لرم چې د جولائي 25مې نېټې نه پس به زمونږ هېواد يو موقع ترلاسه كړي چې خپله لاره به بدله كړي او هغه هېواد به جوړ شي كوم چې بايد ډېر وړاندې جوړ شوے ؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Bilawal Bhutto continues mass contact campaign
-
Twitter bends the knee for ‘King’ Babar Azam as he tops T20 rankings
-
Pakistan, EU agree to boost mutual cooperation
-
Man wounded in grenade blast in Quetta
-
IHC seeks report from chief commissioner in forced labor case
-
Heads roll over ‘failure’ to contain TLP protests
-
No allotment made to govt employees in relaxation of rules in 2 years: Senate told
-
COVID-19: NCOC records 11 more deaths, 567 new cases in last 24 hours
-
74 years after Jammu Massacre, sufferings of Kashmiris continue
-
Terrorism in Sindh transforms into ‘Sardargardi’: Haleem
-
‘Pakistan going through a critical period’
-
KP to launch Tablet-in-a-School programme