پېنډۍ 02 جولائي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په ترهګرۍ كښې د ككړو 12 خطرناكو ترهګرو د سزاګانو د پرېكړو توثيق كړې٬ د مرګ سزا اورېدونكې په امنيتي اهلكارو٬ د اولس د وژلو او د تاوان لپاره په تخښتولو كښې ككړ وٶ٬ په ترهګرو د پاړا چنار په مركزي امام باړه د بريد هم تور ٶ٬ په سزا وارو ترهګرو باندې د 26 عامو وګړو پشمول د 36 كسانو و وژلو تور ٶ۔ د آئي اېس پي آر له مخې اسحق خان ولد سعدالله خان٬رشید ولد مومن خان ،معراج ولد شاهین ګل او محمد رسول ولد نیک مت خان د کالعدم تنظیم فعاله غړي وٶ او دوي د پاړا چنار په مركزي امام باړه بريد كښې نېغه په نېغه ككړ وٶ د كوم په نتيجه كښې چې 22 وګړي شهيدان او 130 ژوبل شوې وو٬ د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې دوي د خپلو ټولو جرمونو اعتراف كړې وٶ او دوي ته د سولۍ كولو سزا اورولې شوې وه ۔ جنت کریم ولد ګل کریم ،ابوبکر ولد حېدر خان او انور خان ولد عبدلجانان هم د کالعدم تنظیم فعاله غړي وٶ او په دوي په امنيتي ځواكونو د بريدونو تور ٶ د كومو په نتيجه كښې چې 5 پوليس افسرانو پشمول 8 وګړي شهيدان شوې وو دوي هم د خپل جرم اعتراف كړې او دوي ته د مرګ سزا اورولې شوه وه۔ غلام حیب ولد شېر بهادر او عبدالغفور ولد محمد جان د کالعدم تنظیم غړي ٶ او دوي په وسله والو ځواكونو او وګړو بريدونو كښې ككړ وٶ د كومو په نيتجه كښې چې دوه پوځي اهلكار شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو ٬ دوي هم د مجسټرېټ او ټرائل كورټ په وړاندې د خپل جرم اعتراف كړې ٶ او ورته ئې د پهاڼسي سزا اورولې وه۔ رواز خان ولد زمین خان او مبارك زیب ولد لطیف د لغوه تنظیم فعاله غړي وٶ دوي د امن كمېټۍ د ملك حاجي محمد د قتل پشمول د ترهګرۍ په نورو سنګينو كاروائيو كښې ككړ وٶ۔ او د ټرائل کورټ او مجسټرېټ په وراندې دوي هم د خپلو جرمونو اعتراف كړې ٶ او دوي ته هم د سولۍ كولو سزا اورولې شوه وه۔ ایو ب حان ولد حاجی محمد هم د کالعدم تنظیم متحرکه غړې ٶ، په ده د امنيتي ځواكونو د حلالولو او د ترهګرۍ په نورو كاروائيو كښې د ككړېدو تور ٶ او ده هم د ټرائل كورټ او مجسټرېټ په وړاندې د خپل جرم اعتراف كړې او ورته د مرګ سزا اورولې شوه وه
متعلقہ مضامین
-
PPP to continue anti-govt mass protests: Bilawal
-
PMIC wins Pakistan Banking Award
-
IHC adjourns case against MDCAT till Nov 4
-
Punjab approves two uplift schemes in health, irrigation sectors
-
Fawad expresses felicitations to media for responsible coverage during TLP crisis
-
23 killed as coach plunges into Rawalakot ravine
-
PM Khan orders to appoint facilitation officers for overseas Pakistanis
-
PM to declare ‘historic relief package’ today: Information Minister
-
CDA installs 80,000ft pipelines for nonstop water supply
-
Imran to be premier for next five years: Gill
-
Pakistan hands over 2.2 tons of relief goods to Afghanistan
-
Overseas Pakistanis remit over US $ 2.4 billion through 250,000 RDAs