اسلام آباد 11 مئی (اے پی پی) پاکستان كښې د روس سفیر الیکسی دیدوف وئيلي دي د روس او پاکستان ترمينځه ملټری۔ټو ملټری، دفاع، اقتصادی او تجارتی اړيكې په تندۍ سره قوي كېږي ، د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت زيات شوې۔ ده دا خبرې تيره ورځ د روس په قامی ورځ او د پاك روس سفارتی اړيكو په 70مې سالګرې استقبالیې ته خطاب كښې وكړې۔ د دفاع وفاقی وزیر خرم دستګیر خان په دې موقع خاص ميلمه ؤ۔ الیکسی دیدوف د دواړه هېوادونو ترمينځه په اړيكو كښې په مثبت پیشرفت د اطمینان څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل روس پاکستان سره ملټری ټو ملټری، دفاع او تجارت پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو خوښې لري۔ ده ووئيل د سرد جنګ له امله د دواړو هېوادونو ترمينځه اړېكو كښې لاندې باندې راغلې ؤ خو د 90ء په لسيزه كښې د سوویت ائتلاف ختميدو نه پس د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو يو نوې دور پيل شوې۔ الیکسی دیدوف ووئيل پاکستان او روس ترمينځه د څو كلونو په مهال دوه اړخيزه تجارت يو په درې زياتيدو نه پس د كال 550 ملیونه ډالرو ته رسيدلې او په دې كښې د لا زياتوالې ګنجائش شته
متعلقہ مضامین
-
Process of DG ISI appointment to be completed soon: Fawad
-
Govt dedicated to preservation of trees; every tree being saved: PM
-
Marking ‘black day’, Kashmiri body urges world powers to end India’s occupation of Kashmir
-
Abro flays PTI govt over non-transfer of EOBI to provinces
-
PM asks nation to celebrate Eid Milad with full zeal
-
Persistent decline in Covid positivity ratio
-
One cop martyred, seven injured in blast near Balochistan University
-
Stars descend on Dubai for Pakistan pavilion in Expo 2020
-
Pakistan’s daily COVID-19 cases fall to lowest in a year
-
IHC seeks report regarding rare animals’ import
-
Church leaders slam govt for rejecting anti-forced conversion bill
-
Sepoy Waqas embraces martyrdom in Hangu checkpost attack: ISPR